ولسمشر اردوغان : د ملګروملتونو په عمومي اجلاس کې د نتنیاهو ګډون د شرم ځای دی

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو په ۷۹ مه عمومي غونډه کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ګډون ډیرې سختې نیوکې وکړې.

2192114
ولسمشر اردوغان : د ملګروملتونو په عمومي اجلاس کې د نتنیاهو ګډون د شرم ځای دی

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو په ۷۹ مه عمومي غونډه کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ګډون ډیرې سختې نیوکې وکړې.

ولسمش اردوغان وویل چې د ملګروملتونو په عمومي اجلاس کې د نتنیاهو ګډون د شرم ځای دی. هغه وویل  "دا واقعیا د شرم ځای دی چې یو مجرم چې په فلسطین کې نسل وژنه کوي د ملګرو ملتونو په عمومي اجلاس کې هغه ته د ګډون حق ورکول کیږي."

ولسمشر اردوغان  په  امریکا متحده ایالتونو کې د خپلو تماسونو په د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

اردوغان وویل چې په امریکا کې په خپلو ټولو لیدونو کې یې خپلو مخاطبینو ته ویلي چې له راروان ژمي مخکې باید له فلسطین سره مرستې ضرور زیاتې کړي، په دې برخه کې په همکارۍ کار وکړي او پر اسرائیلو فشارونه زیات کړي.

"اسرائیل د غزې اور ټولې سیمې ته د خپرولو لپاره له هرې لارې کار اخلي، لکه څنګه چې موږ له میاشتو راهیسې  خبرداری ورکوو، پر لبنان بریدونه د دې وروستۍ بېلګه ده، په تېره یوه اونۍ کې تر ۶۰۰ زیات لبنانیان وژل شوي دي. تر کومه  نړۍ چوپه خوله پاتې وي او غربي هېوادونه د اسرائيلو سره د وسلو مرستو ته دوام ورکوي "له بده مرغه دا قتل عامونه به دوام وکړي. موږ په خپلو  ټولو غونډو پدې خطر تمرکز کړی دی."

د ولسمشر اردوغان نه پوښتنه وشوه چې هغه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ګډون په داسې حال کې چې اسرائیل د عدالت په نړیواله محکمه کې محاکمه کیږي څنګه ارزیابي کوي؟ وویل ،

"دا واقعیا د شرم ځای دی ،  یو مجرم چې په فلسطین کې یې نسل وژنه کړې وي د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډون وکړي. دا په ډیر ظالمانه او بې رحمانه توګه د وژل شوو نوزادانو ، ماشومانو، میندو، پلرونو، د ملګرو ملتونو چارواکو، ژورنالیستانو او یو شمیر نورو له یادونو سره خیانت دی. یو داسې نظام او نظم د مظلوم او ظالم، قاتل او قرباني ترمنځ توپیر نه شي کولی، او هر چا سره لکه څرنګه چې  مستحق چلند نشي کولی هغه نظام او نظم د زوال سره مخ دی. د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې  به ددې نه  شرمناک حالت نوي چې یو قاتل ملګروملتونو په عمومي غونډه کې ګډون کوي. دا  د ملګرو ملتونو په تاریخ کې د تورې لکي په توګه پاتې شي."



اړوند خبرونه