ولسمشر اردوغان : د ملګروملتونو په ګډون ټوله نړۍواله ټولنه باید د اسرائیلو پر وړاندې غږ اوچت کړي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اسرائیلو د اشغالګرانه سیاستونو په وړاندې باید د نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو غږ اوچت شي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اسرائیلو د اشغالګرانه سیاستونو په وړاندې باید د نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو غږ اوچت شي.
ولسمشر اردوغان د "ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمشریزه او نړیوال غږ " آنلاین غونډې ته د ویډیويي پیغام په لیږلو سره د دولتونو او حکومتونو مشرانو او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته خپل نیک تمنیات وړاندې کړل.
اردوغان په خپل پیغام ې ددې خبرې په ټینګار سره چې د یوه خوندي او سوکاله راتلونکي د جوړولو لپاره لومړی سوله اړینه ده، او زیاته کړه ،
"ننګونې لکه تروریزم، اسلام او زینوفوبیا، غیر منظم مهاجرت او د اقلیم بدلون مشکلات د جیو پولیټیکل شاکونو شدت زیاتوي. موږ د دې ترټولو دردناک مثال په اشغال شوي فلسطین کې په ځانګړې توګه په غزه کې د تیرو ۱۱ میاشتو راهیسې شاهدي کوو. د ۱۷ زرو ماشومانو په ګډون څه باندې ۴۱ زرو بې ګناه و ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر سلو زور تنو ډیر کسان ټپیان شوي دي. موږ له داسې وضعیت سره مخ یو چې غزه په بشپړه توګه په کنډوالې بدله شوې ده . د اسرائیلو د اشغالګرانه سیاستونو پر وړاندې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې غږ باید لا په لوړه کچه اوچت شي. مونږ د تورکیې په توګه د ظالم په مقابل کې د مظلوم ترڅنګ دریدو ته دوام ورکوو او له دې بشردوستانه دریځ څخه په شا ګام اوچت نکړو."
ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې مونږ یو داسې د نړیوالې حکومتولۍ جوړښت ته اړتیا لرو چې په هغه کې نه یوازې هغه هیوادونه چې د هوساینې کچې ته رسیدلي دي بلکې هغه ټولنې چې د پرمختګ هڅو ته دوام ورکوي هم په عادلانه توګه ورته د استازیتوب حق ورکړ شي غوښتنه کوو.
اردوغان وویل، «موږ باید د هر ډول کرکې، توکمپالنې او د ښي اړخو خوځښتونو په وړاندې چې زموږ ټولنې مسموم کوي، خپله ډیموکراسي حفظ کړو.»