ولسمشر اردوغان : د اوکراین له ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او خپلواکۍ زموږ ملاتړ دایمي دی.

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې "د اوکراین له ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او خپلواکۍ زموږ ملاتړ دایمي دی. اوکراین ته د کریمیا بېرته ستنېدل د نړیوالو قوانینو اړتیا ده."

2186057
ولسمشر اردوغان : د اوکراین له ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او خپلواکۍ زموږ ملاتړ دایمي دی.

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې "د اوکراین له ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او خپلواکۍ زموږ ملاتړ دایمي دی. اوکراین ته د کریمیا بېرته ستنېدل د نړیوالو قوانینو اړتیا ده."

ولسمشر اردوغان  د کریمیا د مشرانو  څلورمې غونډې ته  یو ویډیویي پیغام  له لارې وینا وکړه.

اردوغان وویل  له هر هغه چا څخه چې د دغې سرمشریزې په تنظیمولو کې یې ونډه اخیستې، په ځانګړې توګه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د کریمیا د تاتارانو د ملي مشر مصطفی کریم اوغلو څخه مننه کوو. اردوغان یادونه وکړه چې سږنۍ سرمشریزه د کریمیا د تاتارانو د جلاوطنۍ له ۸۰مې کلیزې سره برابره ده.

اردوغان وویل چې د کریمیا د تاتارانو د غمیزې درد چې په زوره له خپل وطن څخه شړل شوي، له ۸۰ کلونو راهیسې نه دی کم شوي او ټپونه یې لا هم تازه دي.

"د کریمیا الحاق چې تورکیه یې له لومړۍ ورځې راهیسې مخالفت کوي او په رسمیت يي نه پېژني، کړاونه نور هم ژور کړي دي. د اوکراین له ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او خپلواکۍ څخه زموږ ملاتړ تلپاتې دی. اوکراین ته د کریمیا بېرته ستنېدل د نړیوالو قوانینو اړتیا ده. "

اردوغان ټینګار وکړ چې د کریمیا د تاتار ترکانو د امنیت او هوساینې تامینول چې د کریمیا له اصلي اوسیدونکو څخه دي، د تورکیې د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه دی.

"زه غواړم یو ځل بیا د کریمیا د تاتار ترکانو د حقونو د پیاوړتیا لپاره د اوکراین د حکومت لخوا په لاره اچول شوي قانوني مقرراتو څخه خپل رضایت څرګند کړم. زه باور لرم چې په راتلونکي وخت کې به د کریمیا تاتار ترکانو د حقونو د پیاوړتیا لپاره نور ګامونه هم پورته شي. "

اردوغان دې ته په اشارې سره چې د کریمیا تاتار ترکان حق لري په خپل وطن کې د آزاد، خوندي او په  سوله ییز ژوند وکړي.

"دا د خوښۍ خبره ده چې د کریمیا د تاتارانو د ملي شورا مرستیال نیریمان جلال د جون په میاشت کې له نږدې درې کلن بند وروسته خوشې شو. موږ تمه لرو چې زموږ ټول کریمیایي تاتار ورونه، د اسان او عزیز احمدوف وروڼو په ګډون، ژر تر ژره خوشې شي.

دا زموږ مخلصانه هیله ده چې جګړه د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او خپلواکۍ پر بنسټ په عادلانه او تلپاتې سولې سره پای ته ورسیږي. لکه څنګه چې زه خپلې څرګندونې پای ته رسوم، زه هیله لرم چې هغه کار چې موږ یې په دې غونډه  کې ترسره کوو د کریمیا، اوکراین او زموږ په سیمه کې د سولې د تامین لپاره د نړیوالو هڅو سره مرسته وکړي. "د هغوی د جلاوطنۍ د ۸۰ مې کلیزې په مناسبت، زه یو ځل بیا د خپلو کریمیایي تاتار ترک ورونو چې وفات شوي دي، په درناوي سره یادوم."



اړوند خبرونه