هاکان فیدان د سعودي عربستان او تونس د بهرنیو چارو وزیرانو سره جلا جلا لیدنه وکړه
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پرون د مصر په پلازمېنه قاهره کې د سعودي عربستان او تونس له بهرنیو چارو وزیرانو سره جلا جلا لیدنې وکړې.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پرون د مصر په پلازمېنه قاهره کې د سعودي عربستان او تونس له بهرنیو چارو وزیرانو سره جلا جلا لیدنې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې
"د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په قاهره کې د عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره د عرب لیګ د بهرنیو چارو د وزیرانو د ۱۶۲مې غونډې په څنډه کې وکتل."
په بیان کې راغلي ، همداراز فیدان د غونډې په چوکاټ کې د تونس د بهرنیو چارو له وزیر محمد علي این نیفتي سره هم لیدنه وکړه.
تر دیارلس کاله وروسته تورکیې د عرب لیګ د بهرنیو چارو د وزیرانو په ۱۶۲مه عمومي غونډه کې ګډون وکړ او وزیر فیدان هلته وینا وکړه.
د غونډې په څنډه کې ، فیدان د اروپایي اتحادیې د کمیسیون له مرستیال او د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ لپاره د عالي استازي جوزف بوریل سره هم لیدنه وکړه.