ولسمشر اردوغان : اسلامي همکاریو سازمان باید هر څه ژر د غزې په اړه بیړنۍ پریکړه وکړي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دا د تصور وړ نه ده چې د اسلامي همکاریو سازمان چې دنده یې د بیت المقدس ساتنه ده، د دغو بریدونو په وړاندې چې ورځ په ورځ بې پروا کېږي، بې تفاوته پاتې شي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دا د تصور وړ نه ده چې د اسلامي همکاریو سازمان چې دنده یې د بیت المقدس ساتنه ده، د دغو بریدونو په وړاندې چې ورځ په ورځ بې پروا کېږي، بې تفاوته پاتې شي. د سازمان لپاره اړینه ده چې د نور وخت ضایع کولو پرته د مشرتابه په کچه راټول شي او د اسلامي نړۍ هوډ څرګند کړي. هغه وویل: "موږ به د دې مسلې په اړه خپلو اړیکو ته دوام ورکړو."ولسمشر اردوغان د کابینې د غونډې نه وروسته ملت ته وینا وکړه.
اردوغان په دې خبرې سره چې په غزه کې د اوربند د ټینګښت او پرته د هر ډول خنډونو نه د مرستو د رسولو په برخه کې د مصري چارواکو د منځګړیتوب له هڅو څخه ملاتړ کوو او وویل: په داسې حال کې چې اسرائیل خپل یرغلګر سیاستونه ګړندۍ کوي، موږ د سیمې د ټولو هیوادونو په توګه اړتیا لرو، په غزه کې د نسل وژنې په مقابل کې چې د ۱۲مې میاشتې ته داخل شول د پیوستون کرښه پیاوړې کړو.
اردوغان دې ته په اشارې سره چې اوس څرګنده شوې ده چې د اسرائیلو دولت د خپل اشغال او خاورې د پراخولو د پالیسي په لټه کې دی چې مسجد الاقصی چې د مسلمانانو لومړی قبله ده هم پکې شامله کړی دی. هغه وویل: په حرم شریف باندې د صهیونیسټانو تیري او حملې په زیاتیدو دي. "موږ دا ټول له نږدې تعقیبوو."
ولسمشر اردوغان په دې باندې په ټینګار سره چې بیت المقدس د هغوی لپاره سره کرښه ده، وویل: دا د تصور وړ نه ده چې د اسلامي همکاریو سازمان چې دنده یې د بیت المقدس ساتنه ده، د دغو بریدونو په وړاندې چې ورځ په ورځ بې پروا کېږي، بې تفاوته پاتې شي. د سازمان لپاره اړینه ده چې د نور وخت ضایع کولو پرته د مشرتابه په کچه راټول شي او د اسلامي نړۍ هوډ څرګند کړي. هغه وویل: "موږ به د دې مسلې په اړه خپلو اړیکو ته دوام ورکړو."