فیدان :هغه کسان چې د نتنیاهو ملاتړ ته دوام ورکوي په روان نسل وژنه کې هغوې هم ښکیل دي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل "هغه کسان چې د نتنیاهو ملاتړ ته دوام ورکوي په روان نسل وژنه کې هغوې هم ښکیل دي. دوی به هم حساب ورکوي."

2185639
فیدان :هغه کسان چې د نتنیاهو ملاتړ ته دوام ورکوي په روان نسل وژنه کې هغوې هم ښکیل دي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل "هغه کسان چې د نتنیاهو ملاتړ ته دوام ورکوي په روان نسل وژنه کې هغوې هم ښکیل دي. دوی به هم حساب ورکوي."

فیدان دا خبرې د مصر په پلازمینه قاهره کې د عرب لیګ د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا په ۱۶۲مه غونډه کې وکړې.

فيدان وويل، د بيت المقدس د هويت د بدلولو او په حرم شريف کې د تاريخي حيثيت د تر پښو لاندې کولو لپاره د اسرائيلو هڅې بې بنسټه دي.

"د پولیسو تر څارنې لاندې په حرم الشریف کې د سلګونو سخت دریځو اسراییلیانو برید یو وحشیانه پارونکی عمل دی."

فیدان ټینګار وکړ چې په دې ډول پارونکو اقداماتو کې د وزیرانو مداخله  د اسرائیلو د حکومت د اخلاقي زوال ښکاندويي کوي.

"هرڅوک باید په دې پوه شي: اسلامي نړۍ به د حرم شریف د اسلامي هویت د ساتلو لپاره خپله پوره هڅه وکړي. په همدې روحیه به موږ خپل ګډ کار ته دوام ورکړو ترڅو په نړیواله ټولنه فشار راوړي چې د اسرائیلو د کړنو مخه ونیسي."

فیدان د دې په یادولو سره چې تورکیې د غزې مسئلې په اړه د سویلي افریقا لخوا پیل شوې د عدالت په نړیواله محکمه کې په قضیه کې د داخلیدو غوښتنلیک وړاندې کړی . فیدان وویل چې  په غزه کې وینه تویدنه په اصل کې د اسرائیلو د تیرو بریدونو د معافیت مستقیم پایله ده.

د بهرنیو چارو وزیر فیدان وویل "دا ځل باید هر څه  توپیر ولري. مسؤل کسان باید په نړیوالو محکمو کې محاکمه شي. یو شی باید روښانه شي ، هر  هغه څوک چې د نتنیاهو ملاتړ ته دوام ورکوي په روانه نسل وژنه کې هغوې هم ښکیل دي. دوی به هم حساب ورکوي."



اړوند خبرونه