د تورکیې د تونجعلي په ولایت کې ۴ تنه سرتیري په شهادت ورسیدل
د تورکیې تونجعلي ولایت په اواچک ولسوالۍ کې د وسله وال پوځ اړوند د یو زغروال موټر د چپه کېدو له امله ۴ تنه سرتیري شهيدان او ۱ تن بل سخت ژوبل شوی دی.
د تورکیې تونجعلي ولایت په اواچک ولسوالۍ کې د وسله وال پوځ اړوند د یو زغروال موټر د چپه کېدو له امله ۴ تنه سرتیري شهيدان او ۱ تن بل سخت ژوبل شوی دی.
د تورکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلی کایا وویل چې د تونجعلي ولایت د اواچک په ولسوالۍ کې د یو پوځي زغروال ګاډي د چپه کیدو له امله څلور تنه سرتیري هر یو عمر ایروغلو، محمد اق قنات، اورخان بوراق بیوک چایلي او دوغان قزل اتش شهیدان شوي دي.
د شهیدانو د خبر له اوریدو وروسته د هیواد له ګوټ ګوټ څخه یو په بل پسې د تسلیت پیغامونه خپاره شول.
همداشان یو بل دردونکی خبر د عراق له شماله راغی. د عراق په شمال کې هم یو تن سرتیری په شهادت رسیدلی دی .
د تورکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د عراق په شمال کې د ګارا په سیمه کې د ترهګرې ډلې له غړیو سره په نښته کې د دغه هیواد د پوځ د پیاده ځواکونو افسر عمر فاتح عیار په شهادت رسیدلی دی.
په خبرپاڼه کې د خدای له درباره څخه شهیدانو ته د رحمت او مغفرت ، د شهیدانو کورنیو، د تورکیې وسله والو ځواکونو او د تورکیې ملت ته د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې شوي دي.