انقره له ۱۲ کلونو وروسته د مصر د ولسمشر کوربه توب کوي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د بلنې په اساس نن د لومړي ځل لپاره تورکیې ته رسمي سفر وکړ.

2183328

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي نه د انقرې د ایسن بوغا په نړۍوال هوايي ډګر کې  هر کلی وکړ او وروسته دواړه په ګډه د بیشتپې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاړل.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بیشتپې په ماڼۍ کې د مصر له ولسمشر سیسي څخه د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړ.

همداشان ولسمشر اردوغان به د میلمه ولسمشر سره په ګډه د تورکیې او مصر ترمنځه په عالي کچه د ستراتیژیکو همکاریو د شورا د غونډې مشري وکړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم چې ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، ۱۵ میلیارده ډالرو ته د رسېدو نوی هدف ټاکل شوی دی. په غونډه كې به د دې هدف ترلاسه كولو لپاره پورته شوي شوي ګامونه و ارزول شي.  د انرژۍ، روغتیا، ګرځندوی او دفاعی صنعت په برخو کې د اوږد مهاله همکاریو پر فرصتونو به خبرې اترې وشي.

په غزه کې د اسرائیلو لخوا روانه  نسل وژنه او سیمې ته د بشري مرستو رسول هم د دغه سفر د اجنډا له مهمو ټکو څخه دي.

اردوغان او سیسي به د ګډو اقداماتو ارزونه وکړي چې ژر تر ژره د اوربند د تضمین لپاره پورته شي. په سيمه ييزو مسايلو کې به د دايمي ثبات، سولې او امنیت  د رامنځته کېدو په اړه خبرې وشي.

اړوند خبرونه