د مصر ولسمشر سیسي د ۱۲ کلونو نه وروسته د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راځي.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه نن د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راځي.
د مصر ولسمشر سیسي د ۱۲ کلونو نه وروسته د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راځي.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه نن د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راځي.
د ویلو ده چې د تورکیې او مصر ترمنځه د اړیکو د نورمالولو د بهیر په چوکاټ کې لومړی ولسمشر رجب طیب اردوغان مصر ته سفر وکړ.
همداشان ولسمشر اردوغان د مصر ولسمشر ته تورکیې ته بلنه ورکړه.
ولسمشر اردوغان به د بیشتپې په ماڼۍ کې د سیسي سره لیدنه وکړي.
همداشان ولسمشر اردوغان به د میلمه ولسمشر سره په ګډه د تورکیې او مصر ترمنځه په عالي کچه د ستراتیژیکو همکاریو د شورا د غونډې مشري وکړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم چې ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، ۱۵ میلیارده ډالرو ته د رسېدو نوی هدف ټاکل شوی دی. په غونډه كې به د دې هدف ترلاسه كولو لپاره پورته شوي شوي ګامونه و ارزول شي. د انرژۍ، روغتیا، ګرځندوی او دفاعی صنعت په برخو کې د اوږد مهاله همکاریو پر فرصتونو به خبرې اترې وشي.
په غزه کې د اسرائیلو لخوا روانه نسل وژنه او سیمې ته د بشري مرستو رسول هم د دغه سفر د اجنډا له مهمو ټکو څخه دي.
اردوغان او سیسي به د ګډو اقداماتو ارزونه وکړي چې ژر تر ژره د اوربند د تضمین لپاره پورته شي. په سيمه ييزو مسايلو کې به د دايمي ثبات، سولې او امنیت د رامنځته کېدو په اړه خبرې وشي.
اړوند خبرونه
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د رسمي سفر په ترڅ کې اسپانیا ته لاړ.
هاکان فیدان د اسپانیا د لومړي وزیر پیدرو سانچیز سره لیدنه وکړه.