د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان له ولسمشر الهام علی یف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ټيلیفوني خبرو کې ولسمشر اردوغان د اذربایجان په پارلماني ټاکنو کې د علي یف په مشرۍ د  نوي اذربایجان ګوند د بریا له امله ته مبارکي وویله.

2182675

اردوغان دې ته په اشارې سره چې د انتخاباتو نتیجې د علی یف او د هغه د ګوند په اقداماتو باندې د اذربایجان د خلکو د اعتماد ښودنه کوي، وویل د خوښۍ خبره ده چې انتخابات په ډیموکراټیکه فضا کې په سوله او امنیت  کې ترسره شول.

ولسمشر اردوغان  په تیرو ۳۰ کلونو کې  د لومړي ځل لپاره  د نیواک نه  د ازادو شوو سیمو په ګډون  د اذربایجان  په ټولو خپلواکو سیمو  کې  د ټاکنو د ترسره کیدو اهمیت هم  یادونه وکړه.

په اذربایجان کې د سپټمبر په لومړۍ نیټه په ټاکنو کې د نوي آذربایجان واکمن ګوند  په پارلمان کې د ډیرو څوکیو په ترلاسه کولو سره  لومړنی ګوند شو.

اړوند خبرونه