د تورکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

2178127
د تورکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن په غوښتنه د هغه سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

پدې ټیلیفوني خبرو کې د حماس او اسرائیلو ترمنځه د سولې او اوربند د مذاکراتو په وروستي وضعیت او د سیمې پر وروستیو حالاتو خبرې وکړې.

د ویلو ده چې د امریکا ، مصر او قطر په منځګړیتوب د حماس او اسرائیلو ترمنځه د سولې خبرې د اګست په ۱۵ او ۱۶ مو نیټو د قطر په پلازمینه دوحه کې وشوې.

وروسته ددې چې پدې خبرو کې کومه پایله ترلاسه نشوه امریکا اعلان وکړ چې دواړه خواوې به د روانې اونۍ د پایته رسیدو نه مخکې یوې نتیجې ته د رسیدو په خاطر یو ځل بیا په دوحه کې مذاکراتو کې ګډون وکړي.



اړوند خبرونه