د تورکیې او عراق ترمنځه په لوړه کچه د امنیتي میکانیزم غونډه په انقره کې پیل شوه
د تورکیې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان په پلازمينه انقره کې د عراق د لومړي وزير مرستیال او د بهرنيو چارو له وزير فواد حسين سره وکتل .
د تورکیې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان په پلازمينه انقره کې د عراق د لومړي وزير مرستیال او د بهرنيو چارو له وزير فواد حسين سره وکتل .
د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې " د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په انقره کې د عراق د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر فواد حسین سره وکتل."
د ډیپلوماتیکو سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د تورکیې-عراق د لوړې کچې امنیتي میکانیزم څلورمه غونډه چې پکې د عراق لخوا د امنیت په برخه کې د پراختیا شوي تفاهم د یووالي د پیاوړتیا په امکاناتو سره د اضافي کوټلو ګامونو په اړه خبرې اترې کیږي، په انقره کې پیل شو.
سرچینې خبر ورکړی، چې د تورکیې او عراق د ګډ پلان جوړونې ډلې لومړۍ غونډه به نن په انقره کې د بهرنیو چارو د وزیر فیدان او د عراق د مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر حسین په ګډې مشرۍ ترسره شی.
د لوړې کچې امنیتي میکانیزم د غونډې د چمتووالي غونډه هم پرون په انقره کې د تورکیې په کوربه توب او د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال نوح یلماز او د هغه د عراقي سیال محمد حسین بحرالعلوم په ګډه مشرۍ ترسره شوه.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بنسټیز کولو په موخه د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو د تطبیق بهیر، د ګډې دایمي کمېټې پر فعالیتونو او د همکاریو پر لومړیتوبونو خبرې وشوې.