د فلسطین ولسمشر محمود عباس د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې انقرې ته راغی.

ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د فلسطین د ولسمشر محمود عباس سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لیدنه وکړه.

2175746
د فلسطین ولسمشر محمود عباس د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې انقرې ته راغی.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې انقرې ته راغی.

ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د فلسطین د ولسمشر محمود عباس سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې چې دوه نيم ساعته يې دوام وکړ په فلسطيني سيمو کې د اسرائيلو له خوا د ترسره شويو عامو وژنو او د دايمي اوربند او سولې لپاره په پورته شويو ګامونو خبرې وشوې. عباس به نن د تورکیې په ملي شورا کې د مېلمه په توګه د پارلمان غړو ته وینا وکړي.

هغه الوتکه چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس او ورسره مل پلاوی یې انقرې ته راوړی و، پرون د مازیګر په شپږو بجو او ۲۰  دقیقو د انقرې په نړۍوال هوايي ډګر کې ښکته شوه.

عباس ته په هوايي ډګر کې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، په انقره کې د فلسطین سفیر فاید مصطفی او ګڼو چارواکو هرکلي ووایه.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره چې د ترکیې د ملي شورا عمومي غونډې ته د وینا لپاره تورکیې ته راغلی دی لیدنه وکړه.

غونډې دوه نیم ساعته دوام وکړ.

عباس به نن د خپل سفر په دویمه ورځ د تورکیې ملي شورا ته ولاړ شي.

هغه به د توركيې د ملي شورا  د رئيس نعمان كورتولموش په مشرۍ په عمومي غونډه كې د پارلمان غړو ته د وياړ مېلمه په توګه وينا وكړي.

د عباس به نن د ماسپخین په دوه بجو په ملي شورا کې خپله وینا پیل کړي . د هغه وینا به په سمدستي توګه په تورکي، انګلیسي او فرانسوي ژبو وژباړل شي.

ولسمشر اردوغان به د ملي شورا په عمومي تالار کې د عباس وینا واوري.

د وینا نه وروسته به دواړه مشران په پارلمان کې د فلسطین په موضوع د عکسونو نندارتون نه لیدنه وکړي.

په غونډه کې پر کومو مسایلو خبرې وشوې؟

په دې لیدنه کې چې پرون ترسره شوه، په فلسطیني سیمو کې د اسرائیلو له خوا د ترسره شویو قتل عام، د دایمي اوربند او سولې لپاره پر اقداماتو او په اوسنیو پرمختګونو خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان په دې لیدنه کې وویل چې تورکیه به د فلسطین د عادلانه مسلې ملاتړ ته دوام ورکړي او د اسرائیلو د مخنیوي او پر اسرائیلو د نړۍوالې ټولنې د فشارونو د زیاتولو لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

په غزه کې اسرائیل د ماشومانو په ګډون د بې ګناه فلسطینیانو د بې ځایه کولو، ښوونځیو، روغتونونو او هغو سیمو ته چې ملکي وګړو پکې پناه وړي په نښه کوي .ولسمشر اردوغان د اسرائیلو لخوا د نړۍوالو قوانیو او ټولو بشري ارزښتونو نه د سرغړونو له امله سخته نیوکه وکړه. همداشان ولسمشر اردوغان په لویدیځې نړۍ باندې هم چې په غزه کې په ټولو ناخوالو سترګې پټې کړي سختې نیوکې وکړې.

اردوغان همداراز څرګنده كړه چې ټول هېوادونه په ځانګړې توګه اسلامي نړۍ بايد په غزه كې د سمدستي اوربند او فلسطينيانو ته د بشري مرستو د بې سارې رسولو د تامين لپاره خپلې هڅې زياتې كړي.



اړوند خبرونه