تورکيه به په نړيوال ډګر کې د سولې او ثبات د تامين لپاره  هر ډول همکارۍ ته دوام ورکړي.​​​​​​​

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزارت پرون په پلازمینه انقره کې ترسره شوي  د بندیانو د سترې تبادلې  په اړه بیان خپور کړ.

2170299
تورکيه به په نړيوال ډګر کې د سولې او ثبات د تامين لپاره  هر ډول همکارۍ ته دوام ورکړي.​​​​​​​

تورکيه به په نړيوال ډګر کې د سولې او ثبات د تامين لپاره  هر ډول همکارۍ ته دوام ورکړي.

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزارت پرون په پلازمینه انقره کې ترسره شوي  د بندیانو د سترې تبادلې  په اړه بیان خپور کړ.

په بیان کې ويل شوي چې تیره ورځ  د تورکیې په پلازمینه انقره کې   د امريکا، جرمني، پولنډ، سلوانيا، روسیې، ناروې او بیلاروس په ګډون د اووه بېلا بېلو هېوادونو په زندانونو کې د ٢٦ کسانو دوه اړخيزه تبادله شامله ده. دا پدې وروستیو کې د بندیانو تر ټولو ستره تبادله وه چې ترسره شوه.

 

په بیان کې راغلي دي  چې  د بندیاتو د تبادلې د عملیاتو په چوکاټ کې  د هغو کسانو له جملې څخه چې په ټولیزه توګه د ۷ الوتکو په واسطه تورکیې ته راوړل شوي وو،  ویل شوي چې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه بندیان  روسیې، ۱۳ بندیان جرمني او ۳ تنه بندیان امریکا ته سپارل شوي دي.

 

په اعلاميه کې راغلي دي «د خبرو اترو د بهير له پيل څخه تر وروستۍ شېبې پورې چې تبادله ترسره شوه، د تبادلې ټول امنيتي تدابير، لوژستيکي پلانونه او د تبادلې د فعاليتونو اړتياوې د تورکیې د  ملي استخباراتو د ریاست له خوا تر سره شوې او تورکيه په نړیوال ډګر کې د سولې او ثبات د تامین لپاره هر ډول مرستې او همکارۍ ته دوام ورکړي."

 

په همدې حال کې تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د تبادلې د عملیاتو په اړه وویل: «تورکیه به زموږ د ولسمشر رجب طیب اردوغان د لیدلوري سره سم د سوله ییزې ډیپلوماسۍ د مرکز په توګه خپل فعالیت ته دوام ورکړي.»

 

وزیر فیدان په انقره کې د ملي استخباراتو ریاست  لخوا اداره شوي د بندیانو د تبادلې د  عملیاتو په اړه د ټولنیزې رسنۍ له لارې یو پيغام خپور کړ.

فیدان په خپور کړي‌ پیغام  کې ویلي دي  "په انقره کې د بندیانو د تبادلې تاریخي عملیات ترسره شول، زه زموږ د ملي استخباراتو ادارې کارکوونکو ته د زړه له کومې مبارکي وایم چې په دې عملیاتو کې یې برخه اخیستې ده. تورکیه به زموږ د جمهور رئیس د لیدلوري سره سم د سوله ییزې ډیپلوماسۍ د مرکز په توګه پاتې شي.



اړوند خبرونه