په تورکیه کې د یوې ورځې لپاره ملي ماتم اعلان شو.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د حماس د سیاسي څانګې د مشر اسماعیل هنیه د شهادت له امله نن جمعه د یوې ورځې لپاره  ملي ماتم اعلان کړ.

2170297

ولسمشر اردوغان په خپله ټولنیزه مډیا پاڼه کې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د فلسطین د مسئلې نه د خپل ملاتړ او د خپلو فلسطیني وروڼو سره د پیوستون د څرګندولو او د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د شهادت په مناسبت  د اګست دویمه یوه ورځ د ملي‌ ماتم په توګه د اعلانولو پریکړه وکړه. مونږ د اسماعیل هنیه او  ټولو فلسطیني شهیدانو نه په ډیر درناوي‌ سره  یادونه کوو او د خپل ځان او  خپل ملت په استازیتوب د فلسطین خلکو ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم.

د ولسمشر اردوغان په پوسټ کې د ملي ماتم په اړه لاسلیک کړی فرمان هم خپور کړی دی.

اسماعیل هنیه د جولای پر ۳۱مه په پلازمېنه تهران کې په داسې حال کې د خپل اقامت په محل کې ووژل شو چې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته راغلی وو.

اړوند خبرونه