ولسمشر اردوغان په امریکا کې د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربان سره لیدنه وکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان چې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه كې د ګډون په موخه د امريكا د متحده ايالتونو پلازمېنې واشنګټن  ته سفر کړی ، هلته خپل تماسونه پيل كړل.

2161295
ولسمشر اردوغان په امریکا کې د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربان سره لیدنه وکړه
viktor orban-erdogan nato zirvesi.jpg
erdogan nato zirvesi.jpg

د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان چې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه كې د ګډون په موخه د امريكا د متحده ايالتونو پلازمېنې واشنګټن  ته سفر کړی ، هلته خپل تماسونه پيل كړل.

ولسمشر اردوغان د ناټو د ۷۵ مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې چې د انډریو میلون په تالار کې جوړه شوې وه د خپلې میرمنې آمنې  اردوغان سره  یو ځای ګډون وکړ.

د غونډې په پیل کې د دولتونو او حکومتونو مشرانو به ګډه عکس واخیست.

په دغه پروګرام کې د بېلابېلو پېښو لکه د دويمې نړيوالې جګړې، د ناټو د جوړېدو، د بوسنيا جګړه، د کريميا د الحاق او د روسيې او اوکراين د جګړې په اړه ويډيوګانې نندارې ته وړاندې شوې.

په دې مراسمو کې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرانیستونکې ویناوې وکړې.

اردوغان د ناټو د ۷۵مې کلیزې د لمانځنې له مراسمو وروسته د هنګري له لومړي وزیر ویکتور اوربان سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه  کې د تورکیې او هنګري ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، اروپايي ټولنې ته د ترکیې د الحاق بهیر او د سیمې او نړۍ په مسایلو خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان وویل چې تورکیه د اوکراین او روسیې د جګړې د پای ته رسولو او پر غزې د اسرائیلو د بریدونو د مخنیوي په خاطر خپلو سوله ایزو هلو ځلو ته دوام ورکوي او نړیواله ټولنه باید پدې سیمو کې د سولې د رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

اردوغان دا هم وویل چې هغه د هنګري نه د اروپايي ټولنې د مشرۍ  په دوره کې د اروپايي ټولنې د غړیتوب د پروسې د بیا ژوندي کولو او د اړیکو د پراختیا په برخه کې د تورکیې څخه د ملاتړ تمه لري.



اړوند خبرونه