تورکیې د غزې په خان یونس ښار کې په یو ښوونځي چې فلسطینیانو پکې پناه اخیستې برید وغنده

تورکیې د اسرائیلو لخوا د غزې په خان یونس ښار کې په یوه ښوونځي کې چې فلسطینیانو پکې پناه اخیستې وه د برید په اړه چې په لسګونو بې ګناه ملکي وګړو پکې ژوند د لاسه ورکړی دی ډیر سخت غبرګون وښود او پر اسرائیلو يي لعنت ووایه.

2161205

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې ،

"موږ د غزې په خان یونس ښار کې په یوه ښوونځي کې چې فلسطینیانو پکې پناه اخیستې وه، د اسرائیلو له خوا ترسره شوی برید چې په نتیجه کې په لسګونو بې ګناه ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی په کلکو ټکو غندو او لعنت پرې وایو. په خان یونس کې د ډله ییزو قبرونو کشف او په تېرو څلورو ورځو کې په  څلورو ښوونځیو چې فلسطینیانو پکې پناه اخیستې ده برید کول د دې کره ثبوتونه دي چې اسرائیل په بشپړه توګه د فلسطینیانو د لمنځه وړو هدف لري.

په بیان کې ټینګار شوی چې دغو بریدونو دا هم وښودله چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د حکومت هدف د اوربند د خبرو اترو کمزوری کول دي او زیاته یې کړه ،د اسرائیلو چارواکی به د دغو اعمالو له امله  چې د بشریت ټول ارزښتونه  له پامه غورځولي او د خپو لاندې کوي،  خامخا د قانون په وړاندې حساب ورکړي.

د غزې تړانګې په خان یونس ښار کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو د ښوونځي پر دروازې د اسرائیلو په برید کې ۲۵ فلسطینیان وژل شوي  او تر ۵۳ زیات ټپیان شوي دي.

اړوند خبرونه