ولسمشر اردوغان : د ناټو په سرمشریزه کې به د ترهګرۍ او غزې مسئلې اجنډا کې داخلې کړي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل  چې دوی به د ناټو د مشرانو په غونډه کې د نړۍ مخ پر زیاتیدونکي ترهګریز ګواښ ته پام واړوي او په غزه کې به د فلسطین د خلکو قتل عام په اجنډا کې راولي.

2160887
ولسمشر اردوغان : د ناټو په سرمشریزه کې به د ترهګرۍ او غزې مسئلې اجنډا کې داخلې کړي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل  چې دوی به د ناټو د مشرانو په غونډه کې د نړۍ مخ پر زیاتیدونکي ترهګریز ګواښ ته پام واړوي او په غزه کې به د فلسطین د خلکو قتل عام په اجنډا کې راولي.

ولسمشر اردوغان  په واشنګټن کې  د ناټو د مشرانو په غونډه کې د ګډون په خاطر  د امریکا متحده ایالتونو ته  د سفر نه مخکې  د انقرې په ایسنبوغا هوايي ډګر کې  خبري غونډې ته وینا  وکړه.

اردوغان د دې په څرګندولو سره چې سبا د پیلیدونکي سرمشریزې څخه تمه کیږي چې د متحدینو د ملي امنیت حساسیتونو ته په پام سره د اتحاد د پیوستون او د یووالي روحیه پیاوړې کړي.

" د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د متحدینو ترمنځ د دفاعي صنعت د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د لیرې کولو په اړه د نیول شوو تصمیمونو پلي کول مهم دي. په خپلو غونډو کې به موږ په نړۍ کې په ځانګړې توګه زموږ په نږدې شاوخوا کې د ترهګرۍ مخ په زیاتیدونکي ګواښ ته پام واړوو." موږ به ټینګار وکړو چې د ناټو هڅې باید د ترهګرو سازمانونو په وړاندې په کلکه او هر اړخیزه مبارزه کې زیاتې شي.

ولسمشر د دې په یادولو سره چې تورکیه د نړۍ له هغو پنځو متحدینو څخه ده چې د ناټو په ماموریتونو او عملیاتو کې تر ټولو زیاته مرسته کوي.

"موږ د بار په شریکولو کې خپله ونډه ترسره کوو. موږ د ناټو د ملاتړو هیوادونو څخه یو چې د فرصتونو او ظرفیتونو سره موږ په ځمکه، سمندر او هوا کې وده کړې ده."

اردوغان وویل چې دوی به په غزه کې د فلسطین د خلکو قتل عام هم د سرمشریزې په اجنډا کې راولي.

هغه وویل: "موږ به ټینګار وکړو چې نړیواله ټولنه د دې ناوړه حالت په وړاندې د اسرائیلو د مخنیوي لپاره کافي نه ده او دا به د نړیوال وجدان لپاره د آرام ساه اخیستل ممکن نه وي ترڅو چې په فلسطین کې عادلانه او دایمي سوله رامینځته نشي."

اردوغان وویل چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د اوربند په اړه جدي خبرې روانې دي.

هغه وویل: "زه امید لرم چې موږ به هغه پایله ترلاسه کړو چې موږ یې تمه لرو."



اړوند خبرونه