په غزه کې د ځاني تلفاتو  اصلي شمېر ښايي تر ۱۸۶ زرو تنو ډېر وي.

په انګلستان کې خپریدونکي  د د لانسیټ په نامه ورځپاڼې  «غزه کې د مړو شمیره: ستونزمن خو ضروري دی» تر سرلیک لاندې مقاله نشر کړې ده

2160493
په غزه کې د ځاني تلفاتو  اصلي شمېر ښايي تر ۱۸۶ زرو تنو ډېر وي.

په غزه کې د ځاني تلفاتو  اصلي شمېر ښايي تر ۱۸۶ زرو تنو ډېر وي.

دا خبره په انګلستان کې خپریدونکي  د د لانسیټ په نامه ورځپاڼې  «غزه کې د مړو شمیره: ستونزمن خو ضروري دی» تر سرلیک لاندې په نشر کړې مقاله کې کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې د جون تر ۱۹مې نیټې پورې په غزه کې د وژل شویو کسانو شمیر ۳۷ زره ۳۹۶ تنه وو او ټینګار یې وکړ چې په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت لپاره په سیمه کې د ویجاړیو له امله د ارقامو راټولول ستونزمن کار دی.

په مقاله کې دې ته اشاره شوې چې وزارت په جلا توګه د وژل شویو کسانو شمېر او د پېژندلو شمېره په جلا توګه اعلان کړه او ټینګار یې وکړ چې په غزه کې د وژل شویو شاوخوا ۳۰ سلنې هویت ندی تثبیت شوی . د پیژندو وړ ندي .

دا هم ویل شوي چې د اسرائیلو هوايي بریدونه د وزارت په لیست کې نه دي شامل شوي ځکه چې د ځینو قربانیانو د نومونو معلومول یې ناشوني کړي دي.

په اعلامیه کې د هغو ارقامو یادونه هم شوې چې ښيي په غزه کې ۳۵ سلنه ودانۍ ویجاړې شوي، خو ټینګار شوی چې تر خاورو لاندې د مړو شمېر تر ۱۰ زرو ډېر دی.

په مقاله کې راغلي: "دا به غیر معقول نه وي چې د غزې په بریدونو کې د ۱۸۶ زرو څخه زیاتو کسانو ژوند د لاسه ورکړی وي. "په  ۲۰۲۲ کال کې د غزې  نفوس ۲ میلیونه ۳۷۵ زره ۲۵۹ اعلان شوی وو چې اټکل شوی دی چې په غزه کې د ځاني  تلفاتو شمیر ددې سیمې د نفوس ۷،۹ سلنه برابر دی."

د فبرورۍ په میاشت کې د ترسره شوې وړاند وینې له مخې ، که چیرې په غزه کې اوربند ونشي  او بریدونه په ورته شدت سره دوام ومومي، د اګست په شپږمه به د مړو شمیره ۵۸ زره ۲۶۰ او او د ساري  ناروغیو او نورو ستونزو سره دا رقم به ۸۵ زره او ۷۵۰ تنو ته لوړي .


پيوندونه: #مړو شمیره , #غزه

اړوند خبرونه