ولسمشر اردوغان : تورکیه او ایران دوه سیمه ایز قدرتونه دي او زمونږ ترمنځه قوي اړیکې ځانګړی اهمیت لري
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره د لیدنې په اړه ارزونې وکړې.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره د لیدنې په اړه ارزونې وکړې.
هغه وویل، "موږ د (ترهګریزو سازمانونو) PKK/PYD/YPG او PJAK، چې زموږ د هیوادونو او سیمې امنیت په نښه کوي، پر خلاف د مبارزې په برخه کې د همکارۍ د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ."
ولسمشر اردوغان دا خبرې د خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره چې د رسمي سفر په خاطر پلازمینې انقرې ته راغلی وو د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
اردوغان وویل، «موږ له خپل ګاونډي ایران سره د متقابل اعتماد او ګډو ګټو پر بنسټ د خپلو اړیکو ژورولو ته اهمیت ورکوو.»
هغه وویل، "موږ د (ترهګریزو سازمانونو) PKK/PYD/YPG او PJAK، چې زموږ د هیوادونو او سیمې امنیت په نښه کوي، پر خلاف د مبارزې په برخه کې د همکارۍ د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ." اردوغان وویل "زه د جنورۍ په دریمه په کرمان کې ترسره شوی وحشیانه ترهګریز برید غندم. غواړم څرګنده کړم چې تورکیه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ایران ترڅنګ ولاړ دی."
ولسمشر اردوان د اسرائیلو او فلسطین د شخړې په اړه هم خبرې وکړې چې د اکتوبر له اوومې راهیسې روانه ده.
هغه وويل: "موږ پر غزې د اسرائيلو د غير انساني بريدونو د پای ته رسولو او د عادلانه او تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره د بيړنيو ګامونو د پورته کولو په اړه خبرې وکړې. موږ د هغو ګامونو د مخنيوي پر اهميت موافقه وکړه چې زموږ د سيمې امنيت او ثبات نور هم ګواښي."
اردوغان او رئیسي وروسته د تورکیې – ایران په سوداګریزه غونډه کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې وویل "دوه سیمه ییز قدرتونه، تورکیه او ایران باید د پرمختګ او ثبات لپاره خپلې همکارۍ نورې هم زیاتې کړي. موږ هوډ لرو چې له ایران سره د سوداګرۍ حجم ۳۰ میلیارده ډالرو هدف ته لوړ کړو. موږ له خپل ګاونډي ایران سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د بندیزونو له امله تر ننه پرې کړي ندي، او ددینه وروسته به يي هم پرې نکړو ".
هغه وويل " له ايران سره د نويو سرحدي دروازو پرانيستل زموږ د اجنډا په سر کې دي. زموږ د سرحدي ولايتونو د اقتصادي پراختيا په موخه د سرحدي سوداګريزو مرکزونو کار دوام لري."
په همدې حال کې د تورکیې او ایران د همکارۍ د عالي شورا له اتمې غونډې وروسته چې د دواړو هېوادونو د پلاویو په ګډون جوړه شوې وه، د دواړو خواوو تر منځ ۱۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.