د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي نن تورکیې ته راځي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ابراهیم رئیسي د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه نن د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راځي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ابراهیم رئیسي د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه نن د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راځي.
د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه سفر په ترڅ کې به د تورکیې او ایران د همکاریو د عالي شورا اتمه غونډه د ولسمشر اردوغان او میلمه ولسمشر رئیسي په مشرۍ په پلازمینه انقره کې جوړه شي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې غونډه کې به د تورکيې او ايران د اړيکو ټول اړخونه وڅيړل شي او د دوه اړخيزو همکاريو د ژورتيا او پراختيا لپاره پر اوچتیدونکو ګامونو به خبرې وشي.
په دې کتنه کې به د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د اوسنیو سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو، په ځانګړي ډول پر غزې د اسرائیلو د بریدونو او د فلسطین د اشغال په اړه د نظرونو تبادله وشي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د تړون د پیاوړتیا په موخه به بېلابېل سندونو لاسلیک شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په سوریه کې د مخالفینو هدف پلازمینه دمشق دی.
ولسمشر اردوغان په استانبول کې د جمعې د لمانځه نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.