د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان  پدې ټيلیفوني خبرو کې  د ایران د  کرمان په ولایت کې د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د تلین په مراسمو په ترسره شوو ترهګریزو بریدونو کې  د وژل شوو کسانو په خاطر  رئيسي ته  تسلیت ووایه او خواخوږي يي څرګنده کړه.

2084007

اردوغان د ملکي وګړو په نښه کول ترهګریز بریدونه په کلکو ټکو  وغندل او وې ویل چې تورکیه له ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه د ایران تر څنګ ولاړه ده او د ایران ولس ته یې ددې سترې غمیزې له امله د تسلیت مراتب وړاندې کړل او د صبر غوښتنه يي وکړه. ولسمشر اردوغان  پدې ټیلیفوني خبرو کې ایران ته  د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې بلنه ورکړه.

همداشان پدې ټیلیفوني خبرو کې  تورکیې ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي سفر چې په پام کې وه نن ترسره شي  یوې راتلونکې نیټې ته د ځنډولو په اړه موافقه وکړه.

د ویلو ده چې پرون چارشنبه د جنوري دریمه نیټه  د مازیګر په ساعتونو کې د ایران په کرمان ولایت کې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو  د پخواني قوماندان قاسم سلیماني قبر ته څېرمه په دوو تروریستي حملو کې تر سلو ډیرو  کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په ایران کې د سلیماني د وژل کیدو د څلورم تلین په مناسبت چې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳ نیټه د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکا په برید کې ووژل شو، د یاد پروګرامونه جوړ شول.

اړوند خبرونه