د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د هیواد وسله وال پوځ ته د نوي کال مبارکي وویله.

ولسمش اردوغان : دا چې مونږ هره شیبه خوندي یو او په امن او ډاډ کې ژوند کوو، دا ټول زمونږ د وسله والو ځواکونو د میړانتیا ، شهامت او سرښندونو برکت دی.

2082659
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د هیواد وسله وال پوځ ته د نوي کال مبارکي وویله.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د هیواد وسله وال پوځ ته د نوي کال مبارکي وویله.

د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اردوغان د ملي دفاع د وزیر یاشر ګولر په واسطه چې په کیلیس کې پوځي قطعاتو او جزو تامونو نه لیدنه کوله، د تیلیفون له لارې پوځیانو ته  د نوي کال د رارسیدو له امله  مبارکي وویله.

ولسمشر اردوغان پوځیانو ته د نوي کال د مبارکۍ سربیره په خپله وینا کې وویل ،

"هغه پایلې چې موږ د سوریې په پولو کې  د ترهګرۍ پر خلاف د روانې مبارزې نه ترلاسه کړي دي او بل تر ټولو مهمه دا چې مونږ څومره خوندي یو دا ټول ستاسې د میړانې ، سرښندونو او اتلولۍ څرګندوینه کوي. " ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د پوځ ټولو  شهیدانو ته د الله تبارک و تعالی  له درباره د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل:

"شاید دا تشریح کولو ته اړتیا ونلري چې موږ ۲۰۲۳  کال څه ډول تیر کړ ، مګر زه امید لرم چې موږ په راتلونکي دوره کې د خپلو اتلانو سره خوندي او لا محفوظ یو او الله په مرسته به موږ په دې ډول خپلې لارې ته دوام ورکړو. زه د خپلو ټولو سرتیرو او افسرانو سترګې ښکلوم او ټولو ته د ۲۰۲۴ کال د رارسیدو له امله د زړه له کومې مبارکي وایم او ددې په هیله چې نوی کال زمونږ او تاسې ټولو لپاره د خیر او برکت وسیله وګرځي.  تاسې ټولو ته خپل سلامونه او احترامات وړاندې کوم."



اړوند خبرونه