ولسمشر اردوغان ۱۲م پراختیايي پلان پارلمان ته وړاندې کړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی به دولسم پراختیایي پلان چې دوی د غیر دولتي سازمانونو ، مسلکي سازمانونو او سوداګرۍ نړۍ په مرسته چمتو کړی نن پارلمان ته وړاندې کړي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی به دولسم پراختیایي پلان چې دوی د غیر دولتي سازمانونو ، مسلکي سازمانونو او سوداګرۍ نړۍ په مرسته چمتو کړی نن پارلمان ته وړاندې کړي.
ولسمشر اردوغان د ټولنیزې رسنۍ له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د ۲۰۵۳ کال د لیدلوري او کړنلارې په چوکاټ کې د تورکیې لپاره د پنځه کلن پلان جوړ کړی دی. دا پلان په اصل د راتلوونکو پنځو کلونو لپاره د لارې نقشه هم ده.
اردوغان وویل چې دوی دولسم پراختیایي پلان چې د غیر دولتي ټولنو، مسلکي سازمانونو او د سوداګرۍ نړۍ په مرسته د ګډ عقل سره چمتو کړی نن پارلمان ته وړاندې کړي.
اردوغان ویلي دي چې پنځه کلن انکشافي پلان له پنځو مهمو محورونو څخه جوړ دی په لاندې ډول یې لیست کړ:
" مسلکي خلک، پیاوړې کورنۍ، سالمه ټولنه، باثباته وده او قوي اقتصاد. د شنو او ډیجیټل بدلون سره سیال تولید. د ناورین په وړاندې مقامت لرونکي ژوند ځایونه، باثباته چاپیریال او د عدالت پر بنسټ دیموکراتیک ښه حکومتداري."
اردوغان وویل چې د ۱۲م پراختیايي پلان سره په پام کې لري چې په اوسط ډول ۵ سلنه د باثباته او متوازنې اقتصادي وده ترلاسه کړي. اردوغان وویل چې دوی د دې دورې په پای کې د بیکارۍ کچه ۷،۵ سلنې ته راټیټه کړي.
هغه وویل چې دوې به ددې پلان سره د ۲۰۲۸ کال تر پایه د انفلاسیون کچه په دایمي توګه او ۴ عشاریه ۷ سلنې ته راټیټه کړي. اردوغان هیله وکړه چې د ۱۲م پراختیایي پلان ګټور وي چې دولت او ملت به د تورکیې پیړۍ ته لاره هواره کړي.
دولسم پراختیایي پلان چې د جمهوري ریاست د نظام دوهم پراختیایي پلان دی او د ۲۰۲۴-۲۰۲۸ کلونو موده پکې شامله ده، د ولسمشر اردوغان له تصویب وروسته د تورکیې لوی ملي شورا ته وړاندې شوه.
اړوند خبرونه
اردوغان : د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي اړیکې دوام لري
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي همکاري دوام لري.