اردوغان : تورکیه په نړۍ کې د ټکنالوژۍ د تولید په یو مهم مرکز بدل شوی
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه نه یواځې د دفاعي صنایعو په برخه کې خپلې اړتیاوې پوره کوي بلکې د نړۍ یو له مخکښو ټیکنالوژۍ جوړونکو څخه دی.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه نه یواځې د دفاعي صنایعو په برخه کې خپلې اړتیاوې پوره کوي بلکې د نړۍ یو له مخکښو ټیکنالوژۍ جوړونکو څخه دی.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د کابینې د غونډې نه وروسته وکړې.
اردوغان په دې خبرې سره چې تورکیه نه یوازې د دفاعي صنایعو په برخه کې خپلې اړتیاوې پوره کوي، بلکې د نړۍ یو له مخکښو ټکنالوژۍ جوړونکو باندې بدل شوی دی:
"موږ اوس له نویو ننګونو سره مخ یو. د یو هیواد په توګه چې په خپل قوي زیربنا باندې وده کوي، دا یوه طبیعي خبره ده چې تورکیه په هره جغرافیه او هر پلیټ فارم کې د نړیوال رقابتونو سره مخ شي. که زموږ متحدین وي یا سیالان، یو حقیقت دی چې هیڅوک له دې څخه تیښته نشي کولی، هغه حقیقت دادی چې زمونږ په ټوله جغرافیه کې پرته له تورکیې هیڅ پروژه نه شي پلي کیدی، که څوک يي امتحان هم کړي کامیاب به نشي. د دې بې شمېره بېلګې، بې شمېره هڅې، بې شمېره ارادې مو لیدلي او تجربه کړې دي، بالاخره هغه چا چې دا هڅې وکړې "د ورځې په پای کې دوی ټول مجبور شول چې د تورکیې د ملګرتیا، د تورکیې د اتحاد او د تورکیې د ملاتړ غوښتنه وکړي."