ولسمشر اردوغان په نیویارک کې د ګنشمیر هیوادونو مشرانو سره لیدنې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګروملتونو د عمومي‌ اسمبلې په چوکاټ کې د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو سره لیدنې وکړې.

2040200
ولسمشر اردوغان په نیویارک کې د ګنشمیر هیوادونو مشرانو سره لیدنې وکړې
g.afrika matamala cyril ramaphosa.jpg
erdogan abd ybahudi toplumu.jpg
malezya enver ibrahim-erdogan turkevi.jpg
erdogan-micotakis turkevi.jpg

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګروملتونو د عمومي‌ اسمبلې په چوکاټ کې د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو سره لیدنې وکړې.

ولسمشر اردوغان د نوموړو لیدونو په چوکاټ کې  د یونان له لومړي وزیر کریاکوس میتسوتاکیس سره هم وکتل.

د ویلو ده چې پدې لیدنه کې د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د هغه یوناني سیال جیورګوس ګیراپتریتس هم ګډون درلود.

اردوغان او میتسوتاکیس د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې د اوسني مثبت اقلیم د ساتلو هوډ تایید کړ.

هغه مسایل چې د سپټمبر په پنځمه په پلازمینه انقره کې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ترسره شول د مشرانو د اجنډا په سر کې وو.

اردوغان او میتسوتاکیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د تماسونو لپاره د لارې نقشه او مهال ویش تصویب کړ چې په دې غونډه کې پریکړه وشوه.

د دې له مخې به د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران د اکتوبر په میاشت کې سره وګوري او د باور جوړونې د اقداماتو غونډه به په نوامبر کې ترسره شي.

د دسمبر په اوومه نېټه به د تورکيې او يونان د همکارۍ د عالي شورا غونډه د يونان په تيسالونيکي ښار کې جوړه شي.

دواړو مشرانو د سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه د نظر تبادله وکړه.

د دې پوهاوي سره د عمل کولو لپاره موافقه وشوه چې د مهاجرت ستونزه د دواړو هیوادونو لپاره ګډه ننګونه ده.

د مدیترانې په سیمه کې طبیعي آفتونو او د اقلیم بحران پر مسئلې هم خبرې وشوې.

موافقه وشوه چې د ملکي خوندیتوب په برخه کې همکاري باید د لومړیتوب په توګه پیاوړې شي.

ولسمشر اردوغان د میتسوتاکیس سره د لیدنې نه وروسته په خپل ټولنیزه میډیا پاڼه  کې په خپل پیغام کې هیله وکړه چې دا لیدنه به د دواړو هیوادونو په ګټه وي.

 

ولسمشر وروسته د جنوبي افریقا له ولسمشر رامافوسا سره وکتل.

د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه او څو اړخيزه كچه د موجوده قوي اړيكو د لا پياوړي كولو لپاره د اقداماتو ارزونه وشوه۔

له غونډې وروسته اردوغان په دې پیغام کې وویل چې د تورکیې په توګه به د افریقا له وچې سره خپلو نږدې همکاریو، ملګرتیا او پیوستون ته دوام ورکړو.

ولسمشر اردوغان د مالیزیا له لومړي وزیر انور ابراهیم سره هم وکتل. په دې لیدنه کې پر سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وشوې. د دفاعي صنعت په برخه کې د همکارۍ په اړه په ګامونو خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان  د امریکا د یهودانو د ټولنې د چترۍ سازمان له استازو سره هم وکتل.

همداشان ولسمشر اردوغان د اسرائیلو د لومړي‌ وزیر نتنیاهو سره هم لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې هم د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سیمې پر مهمو مسئلو خبرې وشوې.

اردوغان په نیویارک کې د تورکیې په کور  کې د خپلو تماسونو نه وروسته د څه مودې لپاره د هیوادوالو سره خبرې وکړې.



اړوند خبرونه