د تورکیې   ولسمشر رجب طیب اردوغان د اګست د ۳۰مې د ستر بري د ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

اردوغان : موږ به خامخا د تورکیې د پیړۍ په اړه خپل لید په حقیقت بدل کړو.

2030885
د تورکیې   ولسمشر رجب طیب اردوغان د اګست د ۳۰مې د ستر بري د ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

د تورکیې   ولسمشر رجب طیب اردوغان د اګست د ۳۰مې د ستر بري د ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

اردوغان په خپور کړي‌ پيغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې "موږ به خامخا د تورکیې د پیړۍ په اړه خپل لید په حقیقت بدل کړو. په راتلونکي وخت کې به د نویو ګامونو په اخیستو سره د خپل هیواد ځواک پیاوړی کړو او خپل هیواد به د معاصر تمدن سطحې ته پورته کړو."

 ګرانو هېوادوالو، د وياړ ځای دی چې نن  موږ د سترې بري له ١٠١مه کلیزه لمانځو. د اګست ٣٠مې نيټې د ستر  بري د ورځې له امله  خپل ګران ملت،  شمالي‌ قبرس تورکي‌ جمهوریت  او په  ټوله  نړۍ  کې له ٧ مليونو څخه زياتو هېوادوالو ته مبارکي‌ وایم.

زه د خپل ځان، خپل هیواد او خپل ملت په استازیتوب غواړم له خپلو ټولو هغو دوستانو څخه مننه وکړم چې زموږ د جشن خوښي زمونږ سره ویشلې ده. د اګسټ د ۳۰مې د سرقوماندان جګړه زموږ د ملت لپاره د پیړیو راهیسې روانه د بقاء د مبارزې  یو له خورا مهمو عطف نقطو څخه ده. د غازي مصطفی کمال اتاترک په وینا، د اګست د ۳۰مې بریا د تورکیې د پوځ، ترک افسرانو او د قوماندې کمیټې لوړ ځواک لپاره له سره د تاریخ لیکولو او تاریخ ټاکلو یو ډیر لوی اثر دی .

د تورک ملت د خپلواکۍ او ازادۍ د مفکورې څلی د اګست د ۳۰ مې ستر بری سره ټولې نړۍ ته دا اعلان وکړ چې  هیڅوک تورک ملت ته د حسارت  او غلامۍ حلقه په غوږ کولی نشي‌ او د تورک ملت نه استقلال او ازادي‌ اخیستی نشي.

د ازادۍ مينه چې زموږ د ملت تر ټولو مهمه ځانګړنه ده، نن ورځ په ډېر ټينګښت سره دوام لري. په وروستیو کلونو کې زموږ د بقاء په وړاندې د بریدونو په وړاندې زموږ د ملت غبرګون، په ځانګړې توګه د جولای د ۱۵ مې د خیانت پر وړاندې ولسي مقاومت په وار وار وښوده چې دا اراده څومره ژوندۍ او پياوړې ده. د تورکيې د پېړۍ د جوړولو په اړه زموږ د هوډ تر شا هماغه نه ماتیدونکې  اراده شتون لري.

اردوغان په خپور کړي‌ پيغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې "موږ به خامخا د تورکیې د پیړۍ په اړه خپل لید په حقیقت بدل کړو. په راتلونکي وخت کې به د نویو ګامونو په اخیستو سره د خپل هیواد ځواک پیاوړی کړو او خپل هیواد به د معاصر تمدن سطحې ته پورته کړو."

یو ځل بیا د الله د دربار څخه د هیواد ټولو شهیدانو او غازیانو ته د رحمت او مغفرت غوښتنه کوم. د اګست د ۳۰ مې ستر بری دې ټولو ته مبارک وي.



اړوند خبرونه