اردوغان: ترهګر به یا توبه وباسې او ځان به د تورکیې عدالت ته تسلیموي او یا به له منځه وړل کیږي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترهګر به یا توبه وباسي او د تورکیې عدالت ته به تسلیمیږي او یا به د دولت له اوسپنېز سوک سره مخامخیږي. ددې پرته بله لار نلري.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترهګر به یا توبه وباسي او د تورکیې عدالت ته به تسلیمیږي او یا به د دولت له اوسپنېز سوک سره مخامخیږي. ددې پرته بله لار نلري.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې د خوردضابطانو او افسرانو د فراغت په مراسمو کې وکړې.
اردوغان ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې د ترهګرۍ سره د روانې مبارزې ګټورې پایلې ترلاسه کړې دي. هغه زیاته کړه چې د عراق په قندیل سیمه کې د پي کاکا ترهګري سازمان ځالو کې ترهګرو ته او په سوریه کې ددې ترهګرې ډلې مشرانو او بادارانو ته د ساه اخیستو فرصت هم نه ورکول کیږي.
اردوغان وویل د هغو ځوانانو شمېر چې په درواغو او پروپاګندونو فریب شوي او غرونو ته تښتیدلي، ورځ تر بلې کمیږي، په تروریستي سازمانونو کې د ګډون کچه په تاریخ کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلې ده.
اردوغان وویل چې د PKK ترهګریز سازمان څخه د ترهګرو تیښتې او جلا کیدو بهیر دوام لري او هغه باور لري چې په راتلونکو ورځو کې به دا پروسه لا ګړندۍ شي .
"تورکیه به بالاخره د ترهګرۍ له شر څخه خلاصون ومومي.د خپلو بادارانو څخه د داعش پر وړاندې د مبارزې په پلمه د وسلو ډکې لاریو او ملاتړ ترلاسه کول دوې د هغه تریخ برخلیک نه نشي ژغورلی چې ددوې په انتظار کې دی. ولسمشر اردوغان یو ځل بیا څرګنده کړه چې زموږ د هیواد او سیمې په راتلونکي کې د هیڅ ترهګریز سازمان لپاره ځای نشته. ترهګر به " یا توبه وباسي او د تورکیې عدالت ته به ځان تسلیموي او یا به زموږ د دولت له اوسپنېز سوک سره مخامخیږي. دوې بله لاره نلري."
اردوغان د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزې ته په اشارې سره وویل چې دوی د ایجین په سمندر کې په لویه پیمانه د غیرې قانوني کډوالو د مړینو مخه نیولې ده .
په داسې حال کې چې ځینې هیوادونه په ایجین کې د ناقانونه کډوالو د کښتیو د خرابولو او سوري کولو سره په لوی لاس کډوال د مرګ پنچو ته غورځوي ، خو زمونږ د سواحلو ګارډ ځواکونه بیا دا کډوال له مرګه ژغوري. دا په اصل کې د تورکیې د مرحمت او بشریت ته د درناوۍ ښکاره بیلګه ده.
ولسمشر اردوغان خپل هیواد ته د سوري کډوالو د استولو مسئلې ته په اشارې سره وویل، د سوریې په شمال کې د دایمي استوګنځایونو د جوړولو کار دوام لري وویل.
"د دې استوګنځایونو په بشپړیدو سره به موږ شاوخوا یو میلیون خپل سوري وروڼه چې په تورګیه کې د کډوالو په توګه میشت دي په ډیر خوندي او باعزته توګه خپل هیواد ته ستانه کړو.