تورکیې په ډنمارک کې په مکرر ډول په قرانکریم بریدونه په کلکو ټکو وغندل
تورکیې د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن کې یو ځل بیا په قرانکریم برید په کلکو ټکو وغنده او ډیر سخت غبرګون يي وښود.
تورکیې د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن کې یو ځل بیا په قرانکریم برید په کلکو ټکو وغنده او ډیر سخت غبرګون يي وښود.
د تورکېې د بهرنیو چارو وزارت په ډنمارک کې د قرآن کریم پر ضد د پرله پسې بریدونو په اړه بیان خپور کړ. په بیان کې راغلي دي چې ،
"موږ په کوپنهاګن کې زموږ پر سپېڅلي کتاب قرآن کريم باندې پروني ضد اخلاقي، ضد انساني ناوړه بريدونه په کلکو ټکو غندو. د ډنمارک چارواکي بايد د خپلو نړيوالو مسووليتونو په چوکاټ کې عمل وکړي او د دغه ناوړه عمل د مخنيوي لپاره چې د اسلام د دين او د ميلياردونو مسلمانانو په وړاندې کرکه پياوړي کوي، لازم اقدامات وکړي."
د ویلو ده چې تیره ورځ هم په ډنمارک کې د عراق د سفارت مخې ته په قرانکریم برید شوی وو. د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ددې برید په غبرګون کې ویلي وو، تر کومه چې اسلامي نړۍ ددې ډول بریدونو په اړه یو پریکنډه او غوڅ دریځ خپل نکړي او لازم ځواب ونه وايي دا ډول بریدونه پایته نه رسیږي.
د تورکیې د دینې چارو رئیس پروفیسور علي ایرباش هم د نوموړي زشت، ناوړه او د کرکې ډک عمل په اړه سخت غبرګون وښود. هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې
"مونږ د دې ذلیل برید عاملین او د ډنمارک چارواکي چې دې ناوړه بریدونو ته چې ټولنیز سوله په نښه کوي اجازه ورکوي او هغوې ته زمینه برابروي په کلکو ټکو غندو او لعنت پرې وایو. "
هغه زیاته کړه چې "زه اسلامي نړۍ او ټوله نړۍ کې د وجدان خاوندانو ته په لویدیځو هیوادونو او په ځانګړې توګه په اروپا کې د اسلام او مسلمانانو په وړاندې د دې سیستماتیک دښمنۍ په د خپل غږ د اوچتولو او غوڅ او پریکنډه دریځ د ښودولو بلنه ورکوم.‟
اړوند خبرونه
د تورکیې او عراق ترمنځ د "کډوالۍ او داوطلبانه ستنیدو" په اړه د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.
تورکیه عراقي کډوال په داوطلبانه توګه بیرته خپل هیواد ته ستنوي