د تورکیې ، سویډن او فنلینډ د بهرنیو چارو او استخباراتو مشران نن په بروکسل کې غونډه کوي

د تورکیې، سویډن او فنلنډ د بهرنیو چارو وزیران او همدا راز د استخباراتو مشران نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په یوه مهمه غونډه کې سره راټولېږي.

2007889
د تورکیې ، سویډن او فنلینډ د بهرنیو چارو او استخباراتو مشران نن په بروکسل کې غونډه کوي

د تورکیې، سویډن او فنلنډ د بهرنیو چارو وزیران او همدا راز د استخباراتو مشران نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په یوه مهمه غونډه کې سره راټولېږي.

په ناټو کې د سویډن غړیتوب د جولای په ۱۱ او ۱۲ مو نیټو په لیتوانیا کې د ویلنیس په سرمشریزه کې د اجنډا یو له لومړیتوبونو څخه دی.

تر سرمشریزې مخکې به په بروکسل کې د تورکیې، سویډن او فنلنډ د بهرنیو چارو وزیران او د استخباراتو رئیسان غونډه وکړي.

په دې غونډه کې به د تورکیې په استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د ملي استخباراتو د ادارې (MIT) مشر ابراهیم قالن او د ولسمشر ستر سلاکار عاکف چاغتای قلچ ګډون وکړي.

خو تر دې غونډې مخکې سویډن تر اوسه هغه ګام نه دی پورته کړی چې تورکیه یې انتظار لري.

که څه هم د سټاکهولم لخوا د تروریزم ضد قانون کې تعدیل د جون له لومړۍ نیټې څخه نافذ شوی، سویډن لا تر اوسه د بیلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان PKK او فتخ الله ګولن ترهګریزو سازمانونو غړي  تورکیې ته ندي سپارلي چې انقره يي غوښتنه کوي.

انقرې په کراتو  څرګنده کړه که  چیرې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې زه برخه کې د تورکیې غوښتنه پوره نشي په  ناټو سازمان کې به د سویډن غړیتوب تصویب نه کړي.

د ویلو ده چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه نیټه د روسیې لخوا پر اوکراین د برید نه وروسته ، سویډن او فنلنډ په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه او د فنلنډ دغه پروسه د اپریل په میاشت کې بشپړه شوه.

له بلې خوا سویډن لا تر اوسه د تورکیې تصویب نه دی ترلاسه کړی.



اړوند خبرونه