د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ټيلیفوني خبرو کې په روسیه کې د واګنر بحران په اړه خبرې وشوې.

په دې خبرو کې چې ویل شوي چې په روسیه کې د کړکېچ پای ته رسېدو سره په اوکراین کې د نه جبرانېدونکې بشري ناورین مخه نیول شوې.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هیله څرګنده کړه چې په روسیه کې پرمختګونه به په اوکراین کې د عادلانه سولې په لاره کې یو نوی پړاو وي.
په دې ټیلیفوني خبرو کې چې په ناټو کې د سویډن پر غړیتوب هم خبرې وشوې. په خبرپاڼه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي چې د سویډن د غړیتوب په اړه د تورکیې رغنده چلند دوام لري، خو تر هغه چې سویډن د بېلتون غوښتونکې ترهګرې ډلې PKK/PYD/YPG ملاتړ ته دوام وکړي او په دغه هېواد کې په ازادانه ډول فعالیت کوي، ددې هیواد لخوا د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې په قانون کۍ اصلاحات هیڅ کومه معنا نلري.
په دې ټیلیفوني خبرو کې د F-35 جنګي الوتکو په برخه کې د تورکیې سره د شوې بې عدالتۍ (د F-35 پروګرام څخه د تورکیې ایستل) او پر تورکیې د F-16 جنګي الوتکو د پلورولو مسئلې ته په ناټو سازمان کې د سویډن د غړیتوب سره تړاو ورکول په اصل کې تورکیې ته نه بلکې پخپله ناټو سازمان امنیت ته تر ټولو زیان رسوي .
اړوند خبرونه

د تورکیې د ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.
د تورکیې د ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.