ابراهیم قالن د تورکیې د ملي استخباراتو تشکیلاتو د نوي رئیس په توګه وټاکل شو
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ځانګړي فرمان له مخې ابراهیم قالن ملي استخباراتو د تشکیلاتو رئیس په توګه وټاکل شو.
1995785
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ځانګړي فرمان له مخې ابراهیم قالن ملي استخباراتو د تشکیلاتو رئیس په توګه وټاکل شو.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا د خپور شوي بیان له مخې ، ولسمشر رجب طیب اردوغان د ځانګړي فرمان له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی ویاند او سر مشاور ابراهیم قالن د ملي استخباراتو تشکیلاتو د رئیس په توګه وټاکل شو.
همداشان د ولسمشر اردوغان د یو بل جلا فرمان له مخې عاکف چغاتای قلچ د ولسمشر د سر مشاور په توګه وټاکه.
د بله پلوه ولسمشر اردوغان د یو بل ځانګړي فرمان له مخې هالوک ګورګون د دفاعي صنایع د رئیس په توګه او داوود ګل د استانبول د والي په توګه ټاکلي دي.
د ولسمشر اردوغان ټول فرمانونه په رسمي جریده کې خپور او سمدلاسه نافذ شول.