د سویډن د بهرنیو چارو وزیر ته د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر ځواب

د تورکیې  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پر سویډن غږ وکړ چې د درې اړخیز تفاهم لیک له مخې خپل مکلفیتونه پر ځای کړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

1994380

چاوش اوغلو په خپل ټویټر کې د ناروې په پلازمینه اوسلو کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه د سویډن د بهرنیو چارو د وزیر توبیاس بلستروم څرګندونو ته ځواب ووایه.

وزير چاووش اوغلو وويل " د سويډن ملګرو ته زمونږ يو ډېر څرګند پيغام! خپل مکلفيتونه چې د درې اړخيز تفاهم ليک له مخې رامنځته شوي، پوره کړئ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړئ. له دې وروسته به نور مسايل حل شي."

بیلسټروم په ټویټر کې د دې غونډې په اړه ویلي‌ وو "نن (پرون) په اوسلو کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب لپاره د غړو هیوادونو غوڅ ملاتړ څرګند کړ. دا د تورکیې او هنګري له خوا په ناټو کې د سویډن د داخلیدو د تصویب لپاره خورا ښه خبره ده. دا ددې  پروسې د پیل په اړه واضح پیغام دی."

پيوندونه: #سویډن , #ناټو , #تورکیه

اړوند خبرونه