په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو نهايي پایلې اعلان شوې

په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

1994046
په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو نهايي پایلې اعلان شوې

د مې په ۲۸ مه په تورکیه کې ترسره شوو د ولسمشریزو ټاکنو نهايي پایلې اعلان شوې.

د ټاکنو د عالي شورا رئیس  احمد ینر د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې. د د ټاکنو د عالي‌ شورا  مشر احمد  ینر وویل چې  د  اعتراضونه  نیټه پای ته ورسېده  او ټولو اعتراضونو ته رسیده ګي‌ شوې ده . هغه وویل چې  د ۲۰۲۳ کال د مې په ۲۸ د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو پایلې د نشرولو لپاره  رسمی جریدې ته ولیږلې.

هغه وویل چې د ولسمشرۍ د دویم پړاو په ټاکنو کې چې د مې په ۲۸ مه ترسره شوې جمعآ  ۵۲ میلیونه ۹۳ زره ۳۷۵ رای ورکوونکو خپلې رایې کارولي‌ دي. ۱ میلیون ۹۳۰ زره ۲۶ تنو په بهر کې رایې کارولي‌ دي. جمعآ  ۵۴ میلیونه ۲۳ زره ۶۰۱ تنو د هیواد  دننه او بهر خپلې رایې کارولي دي. د نوموړو رایو نه  ښاغلي اردوغان ۲۷ میلیونه ۸۳۴ زره ۵۷۴ رایې او کمال  قلچدارو اوغلو بیا ۲۵ میلیونه ۴۷۵ زره ۷۲۴ رایې ترلاسه کړ دي. ددې پایلو له مخې  ولسمشر اردوغان په سلو کې ۵۲،۱۸ او کمال قلچدار اوغلو ۴۷،۸۲ سلنه رایې خپلې کړې دي.

د دویم پړاو ټاکنو د پایلو له مخې ولسمشر اردوغان د تورکیې جمهوریت د ۱۳ م ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.



اړوند خبرونه