د تورکیې او امریکا ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې.
د امریکا ولسمشر جوبایډن ولسمشر رجب طیب اردوغان ته ټیلیفون وکړ او هغه ته یې د بیا ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله.

د تورکیې او امریکا ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې.
د امریکا ولسمشر جوبایډن ولسمشر رجب طیب اردوغان ته ټیلیفون وکړ او هغه ته یې د بیا ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ولسمشر اردوغان ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله او هیله څرګنده کړه د ټاکنو پایلې د تورکیې د خلکو په ګټه وي.
دواړو مشرانو د سیمه ایزو او نړیوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره د تورکیې او امریکا اړیکو اهمیت ته په اشارې سره، په نوې دوره کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ټولو مسلو په اړه د همکارۍ د پراختیا په اړه موافقه وکړه.
د تورکیې او امریکا ولسمشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې په ټاکنو کې د بریا مبارکي سربیره په ناټو سازمان کې د سویډن د غړیتوب په مسئلې او د F-16 جنګي جټ الوتکو په اړه هم خبرې وکړې.
د بله پلوه د امریکا ولسمشر جو بایدن هم د ولسمشر اردوغان سره د ټیلیفوني خبرو په اړه څرګندونې وکړې.
بایډن وویل "ما له اردوغان سره خبرې وکړې، اردوغان ته مې مبارکي وویله، او زیاته کړه چې پدې ټیلیفوني خبرو کې پر تورکیې د F-16 جنګي الوتکو پلورل او په ناټو کې د سویډن غړیتوب په اړه هم خبرې وشوې. بایډن وویل، "راتلونکې اونۍ به په دې اړه نورې خبرې وکړو."
د ویلو ده چې په تورکیه کې د ولسمشرۍ ټاکنو د ابتدایي پایلو د معلومیدو نه سمدلاسه وروسته لومړی د امریکا پخواني ولسمشر دونلد ټرمپ ولسمشر اردوغان ته د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
همداشان سمدلاسه وروسته ولسمشر جو بایدن د ټویټر له لارې ولسمشر اردوغان ته په ټاکنو کې د ستر بري او بیا ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله.