د نړۍ د څه باندې سلو هیوادونو مشرانو ولسمشر اردوغان ته د مبارکۍ پیغامونه رالیږلي‌‌ دي

د نړۍ څه باندې سلو هیوادونو ولسمشر اردوغان ته د بیا ټاکنې له امله د مبارکۍ پیغامونه راستولي دي.

1992897
د نړۍ د څه باندې سلو هیوادونو مشرانو ولسمشر اردوغان ته د مبارکۍ پیغامونه رالیږلي‌‌ دي

د نړۍ څه باندې سلو هیوادونو ولسمشر اردوغان ته د بیا ټاکنې له امله د مبارکۍ پیغامونه راستولي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌  چې ولسمشر اردوغان  ته په ټاکنو کې د بریا او بیا ټاکل کیدو له امله د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د مبارکۍ پيغامونه او ټیلیفونونه راوان دي.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې  د اذربایجان، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، امریکا، روسیې، اوکراین، انګلستان، جرمني، فرانسې، هالنډ، قطر، متحده عربي اماراتو، مصر، فلسطین، اسرائیل، لیبیا،  پاکستان او ګیني بیساو د دولتونو او حکومتونو  مشرانو د ټيلیفوني‌ تماسونو له له لارې ولسمشر اردوغان ته مبارکي‌ ویلي‌ ده.

"زموږ ولسمشر ته تر اوسه له ۱۹ هېوادونو څخه د مبارکۍ ټلیفونونه رسېدلي دي، سربېره پر دې د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مشرانو د مبارکۍ پیغامونه رالیږلي‌ دي. په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې ولسمشر اردوغان به په نوې دوره کې ددې ټولو امکاناتو نه د دوه اړخیزو اړیکو د ودې او پراختیا، همکاریو د لا پیاوړي‌ کولو او سیمې او نړۍ د سولې، ثبات او استقرار د ټینګښت په خاطر به استفاده وکړي.



اړوند خبرونه