په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شوې.

د تورکیې د ټاکنو خپلواکې شورا د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان کړې

1992113
په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شوې.

په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شوې.

د تورکیې د ټولټاکنو د خپلواکې شورا د رئیس احمد ینر د ټولټاکنو ابتدايي پایلې اعلان کړې.

د ټولټاکنو د خپلواکې شورا رئیس ینر وویل چې د هیواد دننه او بهر د کارول شوو رایو ۹۹ عشاریه ۹ سلنه شمیرل شوي دي‌ چې له مخې د جمهور ائتلاف نوماند ولسمشر رجب طیب اردوغان  ۲۷ میلیونه ۷۲۵ زره او ۱۳۱ رایې او د ملت ائتلاف نوماند کمال قلچدار اوغلو ۲۵ میلیونه ۴۳۲ زره او ۹۵۱ رایې ترلاسه کړي‌ دي.

پدې ډول ولسمشر اردوغان ۵۲ عشاریه ۱۶ سلنه او کمال قلچدار اوغلو بیا ۴۷ عشاریه ۸۴ سلنه رایې ترلاسه کړي‌ دي.

ددې ابتدايي پایلو له مخې موجود ولسمشر رجب طیب اردوغان د پنځو نورو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.

هغه د هیوادوالو نه په ټاکنو کې په ډیر اعتدال او ډیموکراتیکه توګه د پراخه ګډون له امله مننه وکړه. همداشان هغه د امنیتي‌ ارګانونو او اړوند وزارتونو نه په ډیره ښه او ډیموکراتیکه فضا کې د ټاکنو ترسره کولو ته د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه.



اړوند خبرونه