په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شوې .
په تورکیه کې د مې د ۲۸ مې نیټې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو ابتدايي پایلې اعلان شوې.
1992069

په تورکیه کې د مې د ۲۸ مې نیټې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو ابتدايي پایلې اعلان شوې.
د اعلان شوو لومړنیو پایلو له مخې ولسمشر رجب طیب اردوغان ۲۷ میلیونه ۲۰۲ زره او ۷۶۵ رایې چې ۵۲ عشاریه ۷ سلنه کیږي ترلاسه کړي دي. د اعلان شوو لومړنیو پایلو له مخې د ولسمشر اردوغان رقیب کمال قلچدار اوغلو بیا ۲۵ میلیونه ۳۹ زره او ۸۵۰ رایې چې ۴۷ عشاریه ۹۳ سلنه کیږي ترلاسه کړي دي.
د اعلان شوو لومړنیو پایلو له مخې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټاکنې د څه باندې ۲ میلیونه ۱۶۲ زرو رایو په توپیر سره ګټلي دي.
د ټاکنو د خپلواکې شورا د معلوماتو له مخې په ټاکنو کې د ګډون کچه ۸۵ سلنه وه.