د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو په خاطر خپله رایه په استانبول کې وکاروله

ولسمشر اردوغان خپله رای په استانبول کې وکاروله

1991863
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو په خاطر خپله رایه په استانبول کې وکاروله

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو په خاطر خپله رایه په استانبول کې وکاروله.

 د ولسمشر اردوغان د استانبول د اوسکودار په ولسوالۍ  کې صافت چلبي‌ په منځني‌ ښوونځي کې خپله رایه وکاروله. د ولسمشر اردوغان سره د هغې میرمن آمنې اردوغان ملګرتیا کوله.

ولسمشر اردوغان خپله رایه صندوق ته د اچولو نه وروسته لنډې څرګندونې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې د نړۍ په تاریخ کې داسې هیواد چې په ټاکنو کې ۹۰ سلنه وکړي‌ شتون نلري. تورکیه په ډیر ښه شکل سره د ډیموکراسۍ مجادله مخکې وړي.

هغه وویل چې ټاکنو پدې دویم پړاو کې یواځې د دوو نوماندانو ترمنځه سیالي‌ کیږي. زه  باور لرم چې د رای اچونې پروسه به په ډیر سرعت سره ترسره شي.د  تورکیې په تاریخ کې  د لومړي‌ ځل دی چې د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته غځیږي. تورکیه د لومړي‌ ځل لپاره د داسې یوې پيښې شاهدي‌ کوي. د الله تبارک و تعالی نه  زمونږ غوښته داده چې  دا ټاکنې د هیواد او ملت لپاره د خیر او برکت وسیله وګرځي. همداشان د هیوادوالو نه زمونږ غوښتنه داده چې  لاړ شي‌ او خپلې رایې وکاروي.

ولسمشر اردوغان د خپلې رایې د کارولو نه وروسته د ښوونځي‌ په باغچه کې راټولو شوو هیوادوالو سره  لیدنه کړه.

همداشان د ولسمشرۍ بل نوماند کمال قلچدار اوغلو هم په پلازمینه انقره کې خپله رایه وکاروله.

د قلچدار اوغلو سره هم د هغه میرمنې او جمهوریت خلق ګوند ځیني چارواکیو ملګرتیا کوله.



اړوند خبرونه