د تورکیې د کډوالۍ د چارو ریاست په هیواد کې د کډوالو ارقام اعلان کړل.

په تورکیه کې میشتو بهرنیانو شمیره اعلان شوه

1990787
د تورکیې د کډوالۍ د چارو ریاست په هیواد کې د کډوالو ارقام اعلان کړل.

د تورکیې د کډوالۍ د چارو ریاست په هیواد کې د کډوالو ارقام اعلان کړل.

د کډوالۍ د چارو ریاست ویلي‌ دي‌ چې په هیواد کې په مجموعي‌ ډول ۴ میلیونه ۹۹۰ زره او ۶۶۳ تنه کډوال شتون لري.

د کډوالۍ د چارو ریاست لخوا د خپور شوي‌ بیان له مخې  په تورکیه کې د موقتي‌ محافظت په چوکاټ کې ۳ میلیونه ۳۸۱ زره او ۴۲۹ تنه سوري‌ وګړي‌  شتون لري‌ چې ۵۵۴ زره او ۱۱۴ تنه يي بیرته په خپله خوښه او داوطلبانه توګه خپل هیواد ته ستانه شوي‌ دي‌.

همداشان ۳۰۰ زره او ۷۲۰ تنه د نړۍوال محافظت په چوکاټ کې  او یو میلیون ۳۰۸ زره او ۵۱۴ تنه په قانوني‌ توګه د اقامت په درلودولو سره ژوند کوي.

پدې ډول په هیواد کې په مجموعي‌ ډول ۴ میلیونه ۹۹۰ زره او ۶۶۳ تنه بهرنیان ژوند کوي.



اړوند خبرونه