د ولسمشرۍ ټاکنو په خاطر د هیواد نه بهر د رای اچونې بهیر دوام لري

په تورکیه کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو لپاره چې د مې په ۲۸ مه ترسره کیږي، د هیواد نه بهر ، هوايي ډګرونو او سرحدي‌ دروازو کې د رای اچونې بهیر دوام لري.

1989754
د ولسمشرۍ ټاکنو په خاطر د هیواد نه بهر د رای اچونې بهیر دوام لري

په تورکیه کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو لپاره چې د مې په ۲۸ مه ترسره کیږي، د هیواد نه بهر ، هوايي ډګرونو او سرحدي‌ دروازو کې د رای اچونې بهیر دوام لري.

د رای ورکولو بهیر چې د تیرې خالي په ورځ د نړۍ په ۷۳ هېوادونو کې د تورکیې په ۱۵۶ نمایندګیو ، هوايي ډګرونو او سرحدي‌ دروازو کې پيل شوی دی دوام لري.

د ټاکنو له عالي شورا  څخه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د هیواد نه بهر  د رای اچونې په مرکزونو ، هوايي ډګرونو او سرحدي‌ دروازو کې جمعآ يو ميليون ۵۰۰ زره ۲۶ تنو خپلې رایې کارولي دي .

د رایې ورکولو پروسه به  د هیواد نه بهر د تورکیې په سیاسي‌ نماینده ګیو کې د می تر ۲۴ مې نیټې  پورې او په هوايي‌ ډګرونو او سرحدي‌ دروازو کې به د مې تر ۲۸ مې نیټې د مازیګر تر ۵ بجو پورې دوام وکړي.

د ویلو ده چې په تورکیه کې  د مې په ۱۴ مه نیټه د ولسمشریزو او پارلماني‌ ټاکنې ترسره شوې وې. په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندانو نه یو هم مطلق اکثریت یا ۵۰ جمع یو رایه ترلاسه نکړه چې د همدې امله ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې.

دویم پړاو د لومړي‌ پړاو د دوو مخکښو نوماندانو رجب طیب اردوغان او کمال قلچدار اوغلو ترمنځه ترسره کیږي.  د ټاکنو په لومړي‌ پړاو کې ولسمشر رجب طیب اردوغان ۴۹ عشاریه ۵۵ سلنه او  د هغه رقیب کمال قلچدار اوغلو بیا ۴۴ عشاریه ۸۸ سلنه رایې ترلاسه کړې وې.


پيوندونه: #ټاکنې , #تورکیه

اړوند خبرونه