د مې د ۱۹مه د اتاترک د یادښت او ځوانانو او سپورت د ورځې په مناسبت د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پیغام

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مې د ۱۹مه د اتاترک د یادښت او ځوانانو او سپورت د ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

1988394
د مې د ۱۹مه د اتاترک د یادښت او ځوانانو او سپورت د ورځې په مناسبت د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پیغام

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مې د ۱۹مه د اتاترک د یادښت او ځوانانو او سپورت د ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ. ولسمشر اردوغان په خپور کړي‌ خپل پیغام کې ویلي دي: «زه تاسو ته د مې د ۱۹مې د اتاترک د یاد، د ځوانانو او سپورټ د ورځې په مناسبت مبارکي وایم، موږ  پیاوړې تورکیې د ودې په ګډون په ټولو برخو کې د خپلې مبارزې او مجادلې د ژوندۍ ساتلو  د خپلو ځوانانو نه په ټولو برخو کې  ملاتړ کوو او هغوې ته هر ډول امکان او فرصت زمینه برابروو."

ولسمشر اردوغان  په خپل پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې  نن  زمونږ   د جمهوریت د بنسټګر او د ملي مبارزې د سرلاري  غازي مصطفی کمال اتاترک  لخوا سامسون ته  د روانیدو د  ۱۰۴ مې کلیزې سره سمون خوري‌ چې مونږ   د خوښۍ او لیوالتیا احساس کوو. "زه تاسو ته د می د ۱۹ د اتاترک د یاد، د ځوانانو او سپورت د ورځې په مناسبت مبارکي وایم. د ۱۹۱۹ کال د مې د میاشتې ۱۹ نیټه چې د غازي مصطفی کمال اتاترک له خوا تورکي ځوانانو ته ډالۍ شوې ده، زمونږ د نیکونو لخوا  د نشت امکاناتو سره د قوي‌ ایمان او عقیدې سره د مقامت روحیې د ژوندي‌ ساتلو  سمبول دی. د مې ۱۹مه هغه ورځ ده چې د تورکیې ملت د یوې داسې سترې اتلولۍ داستان په لیکولو پیل وکړ چې تاریخ یې تر ننه نه دی لیدلی. زمونږ اتل ملت چې هیڅکله هم ظلم او ستم ته غاړه نده ایښې یو ځل بیا   د امپریالیستي قوتونو د ظلم په وړاندې د  اتحاد او پیوستون غږ اوچت کړ. دا زموږ لومړنۍ دنده ده چې د خپلو نیکونو د خپلواکۍ او راتلونکي لپاره د خپلو نیکونو اتلولي په خورا روښانه ډول راتلونکو نسلونو ته ورسوو.

موږ پر خپلو ځوانانو پوره  باور لرو.

ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ یوه پيړۍ مخکې د خپلو نیکونو نه اخیستي‌ سپیڅلي‌ امانتونه په پوره امانتدارۍ سره ساتنه کوو او ددې امانتونو په رڼا کې د تورکیې پیړۍ سره تورکیې راتلوونکی جوړو. مونږ پر خپلو ځوانانو پوره باور لرو.

مونږ به د خپلو ځوانانو نه د خپلو هیلو او خیالونو د پوره کولو په خاطر لا زیات ملاتړ وکړو.

 

ولسمشر اردوغان وویل هر څومره کې چې زمونږ هیواد وده وکړي، پرمختګ وکړي او پراختیا وکړي‌ په همدې انداره به مونږ د خپلو ځوانانو نه د هغوې د خوب او خیالونو د پوره کولو په خاطر لا زیات ملاتړ وکړو. مونږ د تورکیې پيړۍ ویزیون ځوانانو ته امانت پریښی چې دا به زمونږ وروستی‌ دولت جمهوریت او راتلوونکی تضمین کړي.



اړوند خبرونه