ولسمشر اردوغان : زموږ هدف د یو ملکي‌ او ازادي‌ غوښتوونکي‌ اساسي‌ قانون جوړول دي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د تورکیې پیړۍ د لید د اهدافو نه تر ټولو مهم هدف د ملکي  او ازادی غوښتونکي یو  اساسي قانون جوړول دي .

1984826

ولسمشر اردوغان  په پلازمینه انقره کې  د عالي‌ اداري‌ محکمې  د ۱۵۵ مې کلیزې لمانځنې په مراسمو کې  وینا وکړه.

اردوغان په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې د هیواد له قضاییه قوې څخه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  د تصفیه کولو سره یو نوی دور پیل کړې ده.

هغه وویل، "موږ ټول د هغه مبارزې شاهدان یو چې زموږ قضایه قوې د ترهګرو سازمانونو پر وړاندې روانه کړې ده."

ولسمشر  ددې خبرې  په ټینګار وویل  چې غواړي د تورکیې لپاره د ملي ارادې له مخې یو پیاوړی اساسي قانون چمتو کړي.

"د تورکیې د پیړۍ لپاره زموږ د لید یو  له مهمو اهدافو څخه  دا دی چې خپل هیواد ته  مدني او آزادې غوښتوونکی اساسي قانون جوړ کړو. موږ په دې برخه کې له خپلو قضایي استازو نه  د مرستې تمه لرو."

اړوند خبرونه