تورکیې د فرانسې پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود
د تورکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شینتوپ د فرانسې د سنا مجلس لخوا د بیلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان PKK/YPG غړو کوربه توب او ترهګرو ته د مډالونو ورکولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د تورکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شینتوپ د فرانسې د سنا مجلس لخوا د بیلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان PKK/YPG غړو کوربه توب او ترهګرو ته د مډالونو ورکولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
مصطفی شینټوپ د خپل ټولنیز میډیا پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د فرانسې د سنا مجلس لخوا د بیلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان د غړیو کوربه توب چې د تورکیې ملي امنیت ته ستر ګواښ مخامخ کړی دی، که څه هم یوه ډیره وخیمه خبر ده خو زموږ لپاره د حیرانتیا خبره نه ده.
شینټوپ یادونه کړې چې موږ ددینه مخکې هم د ترهګرو سازمانونو سره په ځانګړې توګه د داعش سره د فرانسې د پټو او په ښکاره اړیکو شاهدي کړې ده . هغه زیاته کړې ده چې " د پارلمان د رئیس په توګه، زه باید ووایم ، د یو هیواد پارلمان چې د یوه ترهګریز سازمان د غړو کوربه توب کوي، دا د هغه پارلمان اعتبار ضعیفه او له منځه وړي.
موږ د فرانسې څخه چې چې خپل پارلمان د غړیو په وسیله ټولې نړۍ ته د پي کاکا ترهګریز سازمان د سوریې د څانګې سره د خپلو پراخو اړیکو اعلان او بیان کړی دی حقوقو، بشریت او یو عصري او د باور وړ یو دولت په توګه د چلند کولو تمه لرو."
د بله پلوه د تورکیې د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال او د ګوند ویاند عمر چلیک پدې اړه سخت غبرګون ښودلی او د خپل ټولنیز میډیا پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې " دا د فرانسې لپاره د شرم خبره ده چې د فرانسې په سنا کې د ترهګریز سازمان PKK/YPG غړو کوربه توب کوي."
هغه وویل، "دا هم یو پاروونکی عمل دی چې د تورکیې او فرانسې دوستي په نښه کوي. موږ دا سپکاوی په کلکه غندو."
اړوند خبرونه

د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MIT) په عراق کې یو بل بریالی عملیات ترسره کړل.
د تورکیې ملي استخباراتو د عراق په شمال کې درې مهم ترهګر له منځه یوړل