خلوصي اکار په ډنمارک کې د قرانکریم او تورکیې د بیرغ سوځول کیدل په کلکه توګه وغندل
د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار په ډنمارک کې پر قرآن کریم او د تورکیې پر بیرغ باندې برید په کلکو ټکو وغانده.

د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار په ډنمارک کې پر قرآن کریم او د تورکیې پر بیرغ باندې برید په کلکو ټکو وغانده.
خلوصي اکار د هاتای په سرحدي پوسته کې د اجنډا په اړه ارزونه وکړه.
اکار په ډنمارک کې د تورکیې د سفارت مخې ته د قران کریم او د تورکیې بیرغ ته د سپکاوي په اړه سخت غبرګون وښود او زیاته کړه ،
"موږ دوی په کلکه غندو او لعنت پرې وایو. دا ناپاکه اقدام په هیڅ ډول د بیان د آزادۍ سره تشریح کیدی نشي. هغه کسان چې وايي دا د بیان د آزادۍ په نوم ترسره کیږي په حقیقت کې د بیان او دین ازادي د خپو لاندې کوي. بشري ارزښتونه او ازادي د خبول لاندي کوي..
اکار ټینګار وکړ چې د دې ډول پارونو بخښنه او اجازه ورکول د انسانیت او کرکې په وړاندې په جرمونو کې د شریک په معنی دي.
هغه زیاته کړه "زه غواړم یو ځل بیا یادونه وکړم چې هغه کسان چې زموږ د ناټو متحدین دي یا کاندید دي باید د دې مسلو په اړه ډیر حساس وي، د هغه مخلوقاتو په وړاندې چې دا کار کوي سمدستي اقدام وکړي، او د متمدن هیوادونو په څیر اقدامات وکړي. »
اړوند خبرونه

د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MIT) په عراق کې یو بل بریالی عملیات ترسره کړل.
د تورکیې ملي استخباراتو د عراق په شمال کې درې مهم ترهګر له منځه یوړل