د تورکیې د وان په ولایت کې په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول.
په وان ولایت کې ۶۰ تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول

د تورکیې د وان په ولایت کې په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول.
د وان ولایت د ژاندارم قومندانۍ ویلي دي چې د وان ولایت د مرادیه په ولسوالۍ کې د پلټنو په ترڅ کې ژاندارم ځواکونو یو شکمن بار وړونکی موټر ودرو.
د موټر چلوونکي چې د یوې کډۍ د انتقال ادعاء کوله د امنیتي ځواکونو د پلټنو په ترڅ کې پدې موټر کې د کډې تر شا په یو ځانګړي برخه کې پټ کړی شوي ۶۰ تنه کډوال وموندل شول.
امنیتي ځواکونو د موټر چلوونکی د کډوالو د قاچاق په تور ونیو.
د ژاندارم ځواکونو ویلي دي چې نیول شوي کډوال ټول د افغانستان وګړي دي.
نیول شوي کډوال د وان ولایت د کډوالۍ د چارو ریاست ته وسپارل شول.
ویل کیږي نوموړي کډوال د کډوالو د بیرته ستنولو کمپ ته انتقال شوي دي.
نیول شوي ناقانونه کډوال به د قانوني مراحلو د پلي کیدو نه وروسته خپل هیواد ته واستول شوي. د ویلو ده چې په تورکیه کې د ناقانونې کډوالۍ پر خلاف مبارزه د خپل ټول شدت سره دوام لري.
اړوند خبرونه

د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MIT) په عراق کې یو بل بریالی عملیات ترسره کړل.
د تورکیې ملي استخباراتو د عراق په شمال کې درې مهم ترهګر له منځه یوړل