ولسمشر اردوغان د عراق د لومړي وزیر سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عراق د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني نه چې په رسمي  تورکیې ته راغلی دی د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې هرکلی وکړ.

1963093

د محمد شیاع السوډاني د مقام موټر نه د ولسمشرۍ ماڼۍ د تشریفاتو ځانګړو په اسپ سپرو ډلې لخوا د ولسمشرۍ ماڼۍ تر دروازې هر کلی وشو.

ولسمشر اردوغان د ولسمشرۍ ماڼۍ په عمومي  دروازه کې د شیاع السوداني هرکلی وکړ.

وروسته له هغه چې اردوغان او السوداني د مراسمو په ځانګړې ځای کې د تشریفاتو د قطعې د معاینې په خاطر ودریدل ، د دواړو هیوادونو ملي سرودونه د ۲۱  توپونو د ډزو په ملګرتیا وغږول شول.

وروسته د عراق لومړي وزیر شیاع  السوداني د تشریفاتو  د قطعې سربازانو ته سلام ورکړ.

په دې مراسمو کې د ۱۶ تورکي دولتونو په استازیتوب د هغوې  بیرغونو او سمبولیکو سرتیرو برخه اخیستې وه.

له هر کلي  مراسمو وروسته ولسمشر اردوغان میلمه لومړي وزیر سره دوه په دوه او وروسته د هیتانو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړ.

اړوند خبرونه