چاووش اوغلو : د تورکیې د زلزله ځپلو سره نړۍوالې مرستې به د بیارغونې په برخه مهم رول ولوبوي

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې د فبرورۍ په شپږمه له زلزلې وروسته د تمویل کوونکو په نړیوال کنفرانس کې شوې ژمنې به د تورکیې د ځان راټولو او بیارغونې د  هڅو سره  د پام وړ مرسته وکړي.

1962653

چاوش اوغلو د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د تورکیې او سوریې د زلزلې ځپلو خلکو لپاره د تمویل کوونکو له نړیوال کنفرانس وروسته په خبري کنفرانس کې خبرې وکړې. 

چاووش اوغلو د اروپایی ټولنې له  کمیسیون او سویډن څخه  ددې کنفرانس د مشرۍ له او له ټولو ګډون کوونکو هیوادونو  او نړۍوال سازمانونو څخه په  کنفرانس  کې  او ملاتړ مننه وکړه. د ویلو ده چې پدې کنفرانس کې ۶۵ هیوادونو  او ۲۶ نړیوالو سازمانونو او مالي موسسو برخه اخیستې وه. چاووش اوغلو کنفرانس ته په وینا کې وویل ، "په کنفرانس کې، زموږ د هیواد لپاره له ۶ میلیاردو  څخه ډیرې ژمنې وشوې، پرته له دې چې تر اوسه ترسره شوي دي. ترکیه تل د نړۍ یو له لومړنیو هیوادونو څخه دی چې د هغو هیوادونو او خلکو سره مرسته کوي چې په هر ځای کې په سختو شرایطو کې دي. خوښ یو چې اوس د  اروپايي ټولنې او نړیوالې ټولنې ورته پیوستون او حساسیت وینو.

هغه وویل "موږ به خپل نوي میشت ځایونه لا ډاډمند،  خوندي، لا قوي، لا هر اړخیز، لا زرغون او هوښیار جوړ کړو."

د بهرنيو چارو وزير په دې باندې په ټينګار سره چې ددوى په وړاندې يوه اوږده او ستونزمنه پروسه پرته ده، خو دوى به د ټولو امکاناتو په سفربر کولو  د قوي هوډ او عزم سره دا ټولې ستونزې حل کړي. هغه زیاته کړه چې

"د ځاني تلفاتو  جبران نشته، البته، ددې غم او درد جبران ناممکنه دی خو د ویجاړو شوو ځایونو پر ځای به لا ښه او خوندي میشت ځایونه جوړ کړو. د نن ورځې ژمنې به زموږ د بیا رغونې  هڅو کې مهم رول ولوبوي."

اړوند خبرونه