د تورکیې کورني برښنايي موټر د مخکې سپارښتنو په برخه کې ریکارډ مات کړ

د تورکیې کورنی برېښنايي موټر ټوګ د مخکې سپارښتنې په برخه کې ریکارډ مات کړ. د ټوک موټر د مخکې نه د سپارښتنې رقم ۴۱ زرو ته لوړ شو.

1962180
د تورکیې کورني برښنايي موټر د مخکې سپارښتنو په برخه کې ریکارډ مات کړ
togg.jpg

د تورکیې کورنی برېښنايي موټر ټوګ د مخکې سپارښتنې په برخه کې ریکارډ مات کړ. د ټوک موټر د مخکې نه د سپارښتنې رقم ۴۱ زرو ته لوړ شو.

د تورکیې د  صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک د خپل ټولنیز پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ، د ټوک د Togg T10X  د مخکې سپارښتنې شمیر ۴۱ زرو ته لوړ شو.

توګ د پری آرډر په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ زره ۱۵۰غوښتنلیکونه ترلاسه کړل چې  په ۳۰ ساعتونو کې دا رقم ۲۹ زره ته او وروسته ۴۱ زرو  لوړ شو. په دې توګه، په ۱۱ کلونو کې د پلورل شوي بریښنایی موټرو شمیر یواځې ۱۲۳۰۳ دی. خو د تورکیې کورني موټر په ۲۴  ساعتونو کې نږدې دوه چنده پرې ارډر  ترلاسه کړ.

د ټوګ موټر مسئولینو ویلي دي چې  د موټرو سپارولو لړۍ  به د میاشتې په پای کې پیل شي.



اړوند خبرونه