ولسمشر رجب طیب اردوغان نن هم د یو مهم میلمه کوربه توب کوي.
د فنلنډ ولسمشر نن تورکیې ته راځي

ولسمشر رجب طیب اردوغان نن هم د یو مهم میلمه کوربه توب کوي.
د تورکیې ولسمشر اردوغان به په پلازمینه انقره كې له خپل فنلنډي سيال نينيستيو سره وګوري. د دې غونډې اصلي اجنډا به په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب وي.
ولسمشر اردوغان به د فنلنډ د ولسمشر نینستیو نه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې هرکلی وکړي.
د رسمي مراسمو نه وروسته به مشران دوه په دوه لیدنه وکړي.
په دې غونډه کې به د ناټو په سازمان کې د فنلنډ د غړیتوب پر غوښتنلیک خبرې وشي.
د ویلو ده چې د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې په مادرید کې لاسلیک شوي درې اړخیز یادداشت په چوکاټ کې وروستی وضعیت به وارزول شي.
همداشان پدې مسئلې به چې ایا فنلنډ د تورکیې سره په لاسلیک کړي یاداشت کې په کړو ژمنو عمل کړی دی او که نه د نظر نه تیره شي.
د اردوغان – نینیستو په غونډه کې به د تورکیې او فنلنډ پر اړیکو هم خبرې وشي.
د دې ترڅنګ به پر سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو هم خبرې وشي.
د دواړو هېوادونو مشران به له لیدنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړي او د خبریالانو پوښتنې به ځواب کړي.